لبنان کې د صهیونیستانو جنایتونو په اړه د ایران خبرداری
حمل 04, 1404 12:31 Asia/Kabul
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د لبنان په مختلفو سیمو کې د صهیونیستي رژیم پراخ پوځي یرغل چې د ملکي وګړو د شهادت او ټپي کیدو لامل شوی په کلکه وغانده.
اسماعیل بقايي په یوه پیغام کې د لبنان او سوریې پر وړاندې د صهیونیستانو تکراري یرغل او همدارنګه په غزه او لویدیځه غاړه کې د نسل وژنې زیاتوالی د نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو ریښتینی ګواښ وباله.په تیرو دوو میاشتو کې د صهیونیستي رژیم لخوا د اوربند سلګونو سرغړونو ته په اشارې سره بقايي په تیرو دریو ورځو کې د لبنان په بیلابیلو سیمو کې د پوځي بریدونو زیاتوالی د اشغالګر رژیم د بغاوت او نړیوالو اصولو ته د نه پاملرنې یوه بله څرګنده نښه وګڼله.په دې وروستیو ورځو کې د صهیونیستي رژیم پوځ د لبنان له خاورې څخه د توغندیو د توغولو په پلمه د هیواد په جنوبي سیمو کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.