د حقاني نیولو لپاره د FBI جایزې لغوه کیدل
د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف بي آی) نن د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د نیولو لپاره د لس میلیون ډالرو انعام لیرې کړ.
خو اف بي آی لا هم په خپل نوملړ کې د نوموړي نوم پریښی دیتر دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو نورو غړو د نیولو لپاره ټاکل شوې جایزه لغوه کړه یاد وزارت وویل چې اوس مهال د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر د نیولو لپاره هیڅ انعام نشته.د یادونې وړ ده چې سراج الدین حقاني، عبدالعزیز حقاني او یحیی حقاني سره یوځای په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو او د هغوی د متحدینو په وړاندې د خونړیو بریدونو د پلان کولو او ګډون له امله تر څارنې لاندې وو.د امریکا دا اقدام د زلمي خلیلزاد په ګډون د امریکايي پلاوي لخوا کابل ته د سفر په لړ کې له بندخونې څخه د یو امریکایي وګړي د خوشې کیدو وروسته وشو.