-
د یافا پر ښوونځي برید کې د ۱۰ فلسطینیانو شهادت
ثور 03, 1404 14:38د اسراییلو بې پیلوټه الوتکو په غزه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو برید کړی، چې له امله یې لس کسان شهیدان شوي او ګڼ نور پکې ټپيان شوي دي.
-
چین ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر
ثور 03, 1404 14:37د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي چین ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د صدرا عظم لومړي مرستیال په ګډون له چینایي چارواکو سره وکتل او د اوسنیو سیمه ییزو او نړیوالو مسلو په اړه یې بحث او مشورې وکړې.
-
د فوټسال زون اتلانو سیالۍ
ثور 03, 1404 14:35د افغانستان د فوټسال زون اتلانو ټورنمنټ په دریمه ورځ، د کابل د ظاهر اسد ټیم د بلخ د یاران عمر سره مساوي شو
-
یوناما په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار
ثور 03, 1404 14:32په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشره روزا اوتونبایوا وايي چې په افغانستان کې ثبات او پرمختګ د نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومت ترمنځ یوې جامع او همغږۍ پروسې ته اړتیا لري.
-
د کشمیر په سیمه کې خونړی برید
ثور 03, 1404 14:30د سې شنبې په ماښام، د جنوبي کشمیر په پحلګام کې د بایسارن سیمه په سیلانیانو او ځایی خلکو د برید شاهده وه. یو وسله وال برید چې تر اوسه یې اووه ویشت کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي
-
د فرضي کرښې هاخوا د پرمختللې ټیکناوژۍ نصبول
ثور 03, 1404 14:28د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په ځینو برخو کې به د ریموټ کنټرول ټیکنالوژي نصب کړي ترڅو د افغان خاورې څخه د حکومت ضد وسله والو د نفوذ مخه ونیسي.
-
له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل
ثور 03, 1404 14:27د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره پنځه ویشت ملیون ډالر بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
-
تهران کې د افغانستان سفارت د خدماتو چټکتیا
ثور 03, 1404 14:26په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت ویلي دي چې دوی په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د هویت د تثبیتولو سیسټم ګړندی کوي.
-
د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالی
ثور 03, 1404 14:22د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي چې په تېر لمریز کال کې د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري درې اعشاریه درې میلیارده ډالرو ته ورسېده.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
ثور 02, 1404 16:19د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه