تهران کې د افغانستان سفارت د خدماتو چټکتیا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42751-تهران_کې_د_افغانستان_سفارت_د_خدماتو_چټکتیا
په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت ویلي دي چې دوی په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د هویت د تثبیتولو سیسټم ګړندی کوي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 03, 1404 14:26 Asia/Kabul
  • تهران کې د افغانستان سفارت د خدماتو چټکتیا

په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت ویلي دي چې دوی په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د هویت د تثبیتولو سیسټم ګړندی کوي.

په وروستیو میاشتو کې د دې هیواد د سفارت مخې ته د زرګونو افغان اتباعو راټولیدل او د اداري پروسې د سستوالي په وړاندې د دوی اعتراض په رسنیو کې د خبرونو د سر ټکي ګرځیدلي ديد سرپرست حکومت سفارت ویلي دي چې اداره هڅه کوي د افغان کډوالو د اړتیاوو پر بنسټ خپل خدمات ښه کړي او اغیزمن کړي.سفارت پدې اونۍ کې د خلکو د ډیرې ګڼې ګوڼې په اړه خبرتیا خپره کړې وه، په ځانګړي توګه د هویت د تصدیق برخه کې.اوس دې ادارې ژمنه کړې چې د کډوالو د هویت د تثبیت په برخه کې د خپلو خدماتو سرعت زیات کړي ترڅو موجوده ستونزې حل شي.