له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل
ثور 03, 1404 14:27 Asia/Kabul
د خوړو نړیوال پروګرام نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو د ستونزو د حل لپاره پنځه ویشت ملیون ډالر بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.
د دې سازمان مشرېپرون د افغانستان په ختیځ کې د تورخم ښارګوټي څخه لیدنه وکړه او د کډوالو وضعیت یې له نږدې ولید.هغه وویل چې هره ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستان څخه خپل هیواد ته راستنیږي، په شمول د هغو کسانو چې خپل ټول ژوند یې په پاکستان کې تیر کړی او هیڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی.د ملګرو ملتونو چارواکي ویلي چې د دې خلکو لویه برخه دندې، خواړه یا سرپناه نلري.په ورته وخت کې، د کډوالو د ستونزو د حل لپاره د سرپرست حکومت عالي کمیسیون وویل چې یوازې د سې شنبې په ورځ څلور زره او درې سوه پنځ پنځوس ،افغان اتباع له پاکستان څخه ایستل شوي دي.