د فرضي کرښې هاخوا د پرمختللې ټیکناوژۍ نصبول
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i42753-د_فرضي_کرښې_هاخوا_د_پرمختللې_ټیکناوژۍ_نصبول
د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په ځینو برخو کې به د ریموټ کنټرول ټیکنالوژي نصب کړي ترڅو د افغان خاورې څخه د حکومت ضد وسله والو د نفوذ مخه ونیسي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 03, 1404 14:28 Asia/Kabul
  • د فرضي کرښې هاخوا د پرمختللې ټیکناوژۍ نصبول

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې د ډیورنډ فرضي کرښې په ځینو برخو کې به د ریموټ کنټرول ټیکنالوژي نصب کړي ترڅو د افغان خاورې څخه د حکومت ضد وسله والو د نفوذ مخه ونیسي.

بالوني کمرې، اتومات وسلې او نور ټیکنالوژي به په هغو سیمو کې نصب شي چیرې چې پاکستاني سرحدي ځواکونه شتون نلري.د پاکستان پوځ وايي چې دا امنیتي پوستې به په ډیجیټل ډول په درنو وسلو سمبال وي چې کولی شي خپل هدفونه تر دوه کیلومتره لرې پورې له منځه یوسي.په ورته وخت کې؛ د شپې لید او دیجیتل کیمرې به هم په دې ځایونو کې نصب شي.اسلام آباد ادعا کوي چې وسله وال مخالف ځواکونه د افغانستان له خاورې څخه په هیواد برید کوي او سرپرست حکومت تر دې دمه د دوی اندیښنو ته ځواب نه دی ویلی.هغه ادعا چې د کابل لخوا په مکرر ډول رد شوې ده، چې ویلي یې دي چې هیڅ وسله وال ځواکونه چې پاکستان یا نورو هیوادونو ته ګواښ وي په افغان خاوره کې ځای پر ځای شوي ندي.