-
قطر ته د سرپرست حکومت د پلاوي سفر
ثور 15, 1404 13:54د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، ملا عبدالحق آخند همکار په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی قطر ته ولاړ. د نشه يي توکو سره د مبارزې او په دې برخه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو د پراخولو لپاره ګډې هڅې د دې سفر اساس بلل شوی دی.
-
د یمني پوځ د ګامونو څخه د حماس ستاینه
ثور 15, 1404 13:53د حماس اسلامي غورځنګ د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د یمني پوځ د پوځي عملیاتو ستاینه وکړه. هغه د فلسطین د خلکو د ملاتړ په برخه کې د یمن د خلکو د ثابت قدمۍ ستاینه وکړه، او دا یې د دې هیواد د خلکو د اتلولۍ نښه وګڼله.
-
پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سفر
ثور 15, 1404 13:09د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په یوه رسمي سفر د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته ورسید او له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره یې ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
-
د هند او پاکستان د کړکېچ حل ته د مسکو تیاری
ثور 15, 1404 12:41د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې هیواد یې د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکیچ د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو دی.
-
په بلوچستان کې د ۵ پاکستاني سرتېرو نیونه
ثور 15, 1404 12:39د بلوچستان د آزادۍ پوځ د بلوچستان ایالت په جنوب لویدیځ کې د بندیانو په یوه لارۍ برید کې پنځه پاکستاني پولیس افسران یرغمل کړي دي
-
دغزې په شمال کې د ۲۰ فلسطینیانو شهادت
ثور 15, 1404 12:35فلسطیني رسنیو نن سهار د غزې په شمال لویدیځ کې د اسراییلي رژیم د بریدونو په اړه راپور ورکړ او ویې ویل چې په دې پیښه کې نږدې شل کسان شهیدان شوي دي.
-
پر یمن د امریکا زر ځله بریدونه
ثور 15, 1404 12:34د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هیویټ ادعا کوي چې هیواد یې پر یمن د خپل یرغل له پیل راهیسې له زرو ځلونو څخه زیات بریدونه کړي دي.
-
د توکم پر بنسټ د افغان کډوالو د شړلو په اړه غبرګونونه
ثور 15, 1404 12:31په جینیوا کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر نصیر احمد اندیشه ویلي چې د سویس حکومت باید د توکم پر بنسټ د افغان کډوالو د ایستلو مسله روښانه کړي.
-
کابل په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه
ثور 15, 1404 12:28په قطر کې د سرپرست حکومت د سفارت سفیر وايي چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د استازیتوب څوکۍ دوی ته وسپاري.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
ثور 14, 1404 13:55د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه