د خبر برخه
  • د مسلمانانو پر یوالي د ایران د اسلامي انقلاب ټینګار

    د مسلمانانو پر یوالي د ایران د اسلامي انقلاب ټینګار

    ثور 14, 1404 13:50

    د حج د مراسمو په درشل کې، د ایران د حج چارواکو او حج ته د تلونکو حاجیانو یوې ډلې نن د ایران د اسلامي انقلاب له رهبر سره وکتل. په دې غونډه کې، ایت الله خامنه ای ټینګار وکړ چې حج د انسانیت لپاره دی او د اسلامي امت لپاره له یووالي څخه لویه ګټه نشته.

  • ایران د افغانستان او هند د سوداګرۍ لپاره بدیله لار

    ایران د افغانستان او هند د سوداګرۍ لپاره بدیله لار

    ثور 14, 1404 13:46

    د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند ایران د هند سره د سوداګرۍ لپاره د بدیلې لارې په توګه اعلان کړ. دغه بنسټ دا څرګندونې د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتیدونکي تاوتریخوالي او د واګه سوداګریزې پولې له تړلو وروسته کړې دي.

  • د والیبال د استعدادونو د کمپ د غوره لوبغاړي ټاکل

    د والیبال د استعدادونو د کمپ د غوره لوبغاړي ټاکل

    ثور 14, 1404 13:41

    د استعدادونو دا لټون یوه اونۍ وړاندې د کابل په روزنې او سپورت تالار کې پیل شو، چې د اتلس او درویشتو کلونو ترمنځ د والیبال له یو سل او پنځوسو څخه زیاتو لوبغاړو پکې ګډون کړی و

  • د اسلامي همکارۍ سازمان څخه د کابل د مرستې غوښتنه

    د اسلامي همکارۍ سازمان څخه د کابل د مرستې غوښتنه

    ثور 14, 1404 13:41

    د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي محمد سعید العیاش سره وکتل او د افغان کډوالو لپاره د استوګنې ځای په جوړولو کې یې د مرستې غوښتنه وکړه.

  • له کابل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې روښانه لارې ټاکل

    له کابل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د یوې روښانه لارې ټاکل

    ثور 14, 1404 13:37

    د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي، د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره یوې روښانه او عملي لارې نقشې ته اړتیا ده.

  • د هند احتمالي برید ته د پاکستان د پایلو خبرداری

    د هند احتمالي برید ته د پاکستان د پایلو خبرداری

    ثور 14, 1404 13:35

    د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله طرار هند ته خبرداری ورکړ چې که شخړه رامنځته شي، اسلام آباد به نوي ډیلي ته داسې درس ورکړي چې هیڅکله به یې هیر نه کړي.

  • د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني ځواکونو نښته

    د بلوڅ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني ځواکونو نښته

    ثور 14, 1404 13:30

    پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلوچستان ایالت په ځینو سیمو کې د پاکستاني سرتیرو او بلوچ آزادي غوښتونکو ځواکونو ترمنځ په نښتو کې اته ویشت کسان وژل شوي دي.

  • په پاکستان کې پر دولتي ودانیو د وسله والو برید

    په پاکستان کې پر دولتي ودانیو د وسله والو برید

    ثور 13, 1404 14:08

    په داسې حال کې چې په پاکستان کې ناکرارۍ روانې دي، له دغه هیواد څخه راپورونه ښیي چې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا په دوو ایالتونو کې څو سیمې د وسله والو بریدونو شاهدې دي. هغه بریدونه چې په ځینو سیمو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو له کنټرول څخه بهر شوي دي.

  • د داعش په وړاندې له کابل سره د روسیې همکاري

    د داعش په وړاندې له کابل سره د روسیې همکاري

    ثور 13, 1404 14:07

    د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د داعش ترهګرې ډلې پر وړاندې د سرپرست حکومت مبارزه ډېره اغېزمنه ده او مسکو چمتو دی چې په دې برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.