پر یمن د امریکا زر ځله بریدونه
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43033-پر_یمن_د_امریکا_زر_ځله_بریدونه
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هیویټ ادعا کوي چې هیواد یې پر یمن د خپل یرغل له پیل راهیسې له زرو ځلونو څخه زیات بریدونه کړي دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 15, 1404 12:34 Asia/Kabul
  • پر یمن د امریکا زر ځله بریدونه

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جیمز هیویټ ادعا کوي چې هیواد یې پر یمن د خپل یرغل له پیل راهیسې له زرو ځلونو څخه زیات بریدونه کړي دي.

هغه بریدونه چې د یمن پوځ یې په سلګونو ځله د امریکایي الوتکو وړونکو بیړیو او همدارنګه د نیواک شویو سیمو د زړه تل په نښه کولو سره ځواب ورکړی دی.په دې وروستیو میاشتو کې، امریکا او بریتانیا د صهیونیستي رژیم په ملاتړ، په یمن کې د استوګنې سیمې او ملکي مرکزونه په نښه کړي دي.دغو بریدونو تر اوسه پورې په یاد هیواد کې د سلګونو کسانو د شهادت او ټپي کیدو لامل شوي دي، چې ډیری یې ملکي وګړي دي.خو یمن ټینګار کوي چې هیڅکله به د مقاومت او فلسطیني خلکو ملاتړ ونه دروي.