کابل په ملګرو ملتونو کې د څوکۍ غوښتنه
ثور 15, 1404 12:28 Asia/Kabul
په قطر کې د سرپرست حکومت د سفارت سفیر وايي چې ملګري ملتونه باید د افغانستان د استازیتوب څوکۍ دوی ته وسپاري.
سهیل شاهین ټینګار وکړ چې په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازي شتون اړین دی او دا کولی شي د کابل او نړیوالې ټولنې ترمنځ د مختلفو مسلو حل وي.په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست وايي چې ډیری ننګونې په ملګرو ملتونو کې د دوی د استازي د نه شتون له امله وې او د دې مسلې حل کول دوه اړخیزې اړیکې اسانه کولی شي.افغانستان د دوه زره او یو ویشت کال په اګست کې د طالبانو لخوا ونیول شو، او له هغه وخت راهیسې، هیواد د سرپرست حکومت تر واک لاندې دی، او هیڅ هیواد تر اوسه پورې د مشروع حکومت په توګه نه دی پیژندلی.