-
مرستو ته د شاوخوا ۳ میلیونه افغانانو اړتیا
ثور 29, 1404 13:28د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې په افغانستان کې له دریو میلیونو څخه ډیر خلک سږ کال د اوړي په موسم کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
-
د عرب ټولنې ادعاوو ته د ایران غبرګون
ثور 29, 1404 13:27د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په بغداد کې د عربي ټولنې د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې د ایران د دریو ټاپوګانو لوی تنب، کوچنی تنب او ابو موسی په اړه شوې ادعاوې بې بنسټه او رد کړې دي.
-
د بلوچستان ایالت چاودنه کې د ۴ تنو وژل کیدل
ثور 29, 1404 13:26د پاکستان بلوچستان ایالت په عبدالله کلا سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي دي.
-
د موزیمونو د پیوستون نړیوالې ورځې نمانځل
ثور 29, 1404 13:25موزیمونو سره د پیوستون نړیواله ورځ په کابل کې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د چارواکو، د ملي موزیم د مشر او په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو د استازو او سفیرانو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
-
د غزې په ملاتړ د هالنډیانو لاریون
ثور 29, 1404 13:24له یو لک څخه زیات هالنډي وګړي په هاګ کې د عدالت نړیوالې محکمې مخې ته راټول شوي دي ترڅو د صهیونیستي رژیم او په غزه کې د هغوی د جرمونو په وړاندې د هالنډ حکومت دریځ وغندي.
-
تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵۱ فلسطینیانو شهادت
ثور 29, 1404 13:23د فلسطین روغتیا وزارت په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د غزې په بیلابیلو سیمو کې لږ تر لږه یوسل او یو پنځوس فلسطینیان شهیدان شوي دي.
-
د تهران نړیوالو خبرو اترو فورم
ثور 29, 1404 13:22تهران د دوو ورځو لپاره د تهران نړیوالو خبرو اترو فورم په نوم په یوه غونډه کې د پنځوسو څخه د زیاتو هیوادونو د سلګونو ډیپلوماتانو، سیاسي چارواکو او روڼ اندو کوربه توب وکړ.
-
د ویتکاف څرګندونو ته د عراقچي غبرګون
ثور 29, 1404 13:21د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د مذاکره کوونکي ټیم د مشر استیو ویتکاف د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ایران به خپل غني کولو ته دوام ورکړي.
-
د ایران ولسمشر سره د امیرخان متقي لیدنه
ثور 29, 1404 13:20د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د تهران خبرو اترو فورم په څنډه کې د ایران اسلامي جمهوریت له ولسمشر مسعود پزشکیان سره وکتل. په دې کتنه کې د ایران ولسمشر ویلي دي هیواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
-
د ویتکاف څرګندونو ته د عراقچي غبرګون
ثور 29, 1404 12:55د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د مذاکره کوونکي ټیم د مشر استیو ویتکاف د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ایران به خپل غني کولو ته دوام ورکړي.