د ویتکاف څرګندونو ته د عراقچي غبرګون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43355-د_ویتکاف_څرګندونو_ته_د_عراقچي_غبرګون
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د مذاکره کوونکي ټیم د مشر استیو ویتکاف د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ایران به خپل غني کولو ته دوام ورکړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 29, 1404 12:55 Asia/Kabul
  • د ویتکاف څرګندونو ته د عراقچي غبرګون

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د امریکا د مذاکره کوونکي ټیم د مشر استیو ویتکاف د څرګندونو په ځواب کې وویل چې ایران به خپل غني کولو ته دوام ورکړي.

پرون ویتکاف وویل چې متحده ایالات به ایران ته اجازه ورنکړي چې حتی یو سلنه هم غني کړي.ښاغلي عراقچي دا هم ټینګار کړی چې په ایران کې به غني کول دوام ومومي او د استیو ویتکاف څرګندونې د خبرو اترو له واقعیتونو څخه په بشپړه توګه لرې دي.هغه ویلي دي چې که امریکایان غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران اټومي وسلې نه تولیدوي موږ په بشپړ ډول چمتو یو چې دا واقعیت ثابت کړو خو که دوی غیر واقعي غوښتنې ولري نو طبیعي ده چې دوی به هیڅ پایله ترلاسه نه کړي.