مرستو ته د شاوخوا ۳ میلیونه افغانانو اړتیا
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43366-مرستو_ته_د_شاوخوا_۳_میلیونه_افغانانو_اړتیا
د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې په افغانستان کې له دریو میلیونو څخه ډیر خلک سږ کال د اوړي په موسم کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 29, 1404 13:28 Asia/Kabul
  • مرستو ته د شاوخوا ۳ میلیونه افغانانو اړتیا

د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې په افغانستان کې له دریو میلیونو څخه ډیر خلک سږ کال د اوړي په موسم کې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دې سازمان ویلي دي چې دا مهال په افغانستان کې د بودیجې له سخت کمښت سره مخ دی او نشي کولی چې د هیواد د زیان منونکو خلکو ډیری اړتیاوې پوره کړي.د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دي کولای شي چې یوازې دوه میلیونه افغانان له لوږې څخه وژغوري.تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر هم ویلي وو چې سږ کال درویشت میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.