د عرب ټولنې ادعاوو ته د ایران غبرګون
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_news_section-i43365-د_عرب_ټولنې_ادعاوو_ته_د_ایران_غبرګون
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په بغداد کې د عربي ټولنې د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې د ایران د دریو ټاپوګانو لوی تنب، کوچنی تنب او ابو موسی په اړه شوې ادعاوې بې بنسټه او رد کړې دي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
ثور 29, 1404 13:27 Asia/Kabul
  • د عرب ټولنې ادعاوو ته د ایران غبرګون

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په بغداد کې د عربي ټولنې د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې د ایران د دریو ټاپوګانو لوی تنب، کوچنی تنب او ابو موسی په اړه شوې ادعاوې بې بنسټه او رد کړې دي.

اسماعیل بقايي نن دوشنبه ټینګار وکړ چې دا درې ټاپوګان د ایران د خاورې یوه نه بېلېدونکې برخه ده.بقايي ټینګار وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې برخه کې هر ډول ادعا د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو د بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې ګڼي، چې د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت او همدارنګه د ښه ګاونډیتوب اصل ته درناوی کوي.د بهرنیو چارو وزارت ویاند عرب ټولنې ته مشوره ورکړه چې د بې بنسټه ادعاوو د حل کولو پر ځای په سیمه کې نه بدلیدونکي تاریخي او جغرافیایي واقعیتونه په پام کې ونیسي.