دلو 27, 1401 11:06
نیولوجېزم داسې یوه پروسه ده، چې پۀ پایله کې یې ژبپوهان د اړتیا پۀ صورت کې پۀ شعوري توګه نوې کلمې را منځته کوي. دا مېتود پۀ ډېری پرمختللیو ژبو کې کارېږي، تر څو لۀ یوې خوا د مهال لۀ غوښتنو سره سم مخکې یون وشي، ټولنې د وییونو لۀ کمښت سره مخ نۀشي، او بلې خوا ژبې د وییونو لۀ یرغل څخه ساتل شوې وي؛ که پام وکړو، هره ورځ پۀ نړۍ کې داسې نوي څېزونه جوړېږي چې لۀ آره نوم نۀلري، یو خو دلته اړتیا پیدا کېږي چې ټولنې ته د دغه نوې څېز پېژندګلوي وشي، دا پېژندګلوي زیاتره وخت د څېزونو ځانګړنو ته پۀ کتو تر سره کېږي،