د فساد په مخنیوي کې د رسنیو ونډه
لیکوال: امان الله تاند
وړاندې تر دې چې د فساد پر وړاندې د رسنیو پر رول لیکل پیل کړو، اړینه ده چې لوستونکي لومړی د فساد په اړه لا ډېر وپوهېږي نو لومړی غواړو فساد، د فساد ډولونو او د هغو لارو او لاسونو په اړه چې فساد پکې په ترتیب سره پلی کېږي او ونډه لري لیکل وکړو.
فساد څه ته وايي: د فساد پېژندنه ښايي ستونزمنه په دې وي چې د فساد ترسره کوونکي، وخت ته په کتو له مختلفو لارو او طریقو څخه کار اخلي، ترڅو فساد د خلکو پر وړاندې په یو ډول قانوني عنصر ثابت کړي، او خپلې شخصي ګټې په دې توګه ترلاسه او عامه ګټې کمې او یا لا له منځه یوسي.
په لنډ ډول او د روڼتیا نړیوالې ادارې د تعریف له مخې ویلی شو: د شخصي ګټو لپاره د سپارل شوې دندې او ځواک کارولو ته فساد ویل کېږي.[i] اوس د پورتني تعریف له مخې د فساد درې عناصر په لاندې توګه یادولی شو:
شخصي او دولتي ادارې: یعنې فساد په دولتي او شخصي ادارو کې ترسره کېږي او افراد، سیاسي ډلې، او ګروپونه په دې کې راتللی شي.
د واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه: په شخصي او یا دولتي ادارو کې د سپارل شوې دندې څخه ناوړه ګټه اخیستنه.
ګټه اخیستنه: دواړه خواوې د فساد له لوري د ګټې اخیستنې په هڅه کې وي.
ډېری وخت اړینه نه ده چې ګټه اخیستنه دې روپۍ وي، مګر کېدای شي په یو ډول ګټه ترلاسه کول وي. د بېلګې په ډول: په ځینې هغو ټولنو کې چې د فساد کچه پکې زیاته وي، که یو څوک وغواړي چې روغتیايي آسانتیاوو او یا تعلیم ته لاسرسی پیدا کړي، هغوی اړ دي ترڅو رشوت ورکړي. نو په ورته حالتونو کې یوازې هغوی چې د رشوت ورکولو وړتیا لري، روغتیايي او تعلیمي آسانتیاوې ترلاسه کولای شي او بس. او په دې ډول یوه ډله د خپل اصلي حق (روغتیايي آسانتیاوو او تعلیم) په برخه کې رشوت ورکوي، او بله ډله چې عامو خلکو ته د (روغتیا او تعلیم) په برخه کې د آسانتیاوو برابرولو لپاره ګومارل شوې او دنده یې ګڼل کېږي ناوړه پیسې (رشوت) ترلاسه کوي.
فساد کېدای شي په لویه یا کوچنۍ کچه ترسره شي.
په لویه کچه: فساد په لویه کچه په دولتي ادارو او همدارنګه په شخصي ادارو کې په هغو برخو کې ترسره کېږي، چېرته چې پالیسۍ، اجرائیوي پرېکړې او قوانین جوړیږي. په دې کچه کې په لویه کچه روپۍ ښکته پورته کېږي او دې کچې ته سیاسي فساد هم ویل کېږي، هلته چې سیاسي غونډې، سیاسي پروسې او سیاسي ډلې د روپو په منفي اغېزو سره جوړیږي او پرمختګ کوي.
په کوچنۍ کچه: په دې برخه کې معمولاً د دولتي ادارو کاروونکو او عامه خلکو ورځنۍ لیدنې او کتنې راټولولی شو. داسې چې هغه دولتي ادارې چې شته او جوړ شوي قوانین او پالیسۍ پلي کوي، هغوی د عامو خلکو څخه د روپو اخیستو په بدله کې خدمتونه وړاندې کوي او د خپلو ورسپارل شوو دندو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
د بېلګې په ډول: د ټکسي موټر چلوونکی د ترافیکو قوانینو خلاف کړنه ترسره کوي، د دې پر ځای چې د ترافیکو پولیس یاد موټر چلوونکی قانوني جریمه کړي، د لږو پیسو په مقابل کې چې د ټکسي موټر چلوونکي څخه یې ترلاسه کوي، نوموړی پرېږدي او په دې توګه شته او جوړ شوی قانون ماتېږي او هره ورځ په ورته برخو کې بډې او رشوت ښکته پورته کېږي کوم چې د جوړ شوو قوانینو پر وړاندې خنډونه جوړوي او د پلي کېدو اغېزې یې تر پوښتنې لاندې راولي.
مونږ په آسانه توګه نه شو ویلای چې د فساد کوچنۍ کچه په کوم ځای کې ختمیږي او یا د فساد لویه کچه په کوم ځای کې پیل کېږي. دا ځکه چې په سیاسي فساد کې ډېر وخت سیاسي ډلې د خلکو عامه رایې په پیسو اخلي او د خپلې خوښې څوکۍ ترلاسه کوي او په دې ډول خپلې خوښې او ګټې ته په کتو وګړي په مختلفو برخو کې په دندو ګماري. کله چې په ټیټه برخه کې دولتي کارکوونکي خپلې بوختیاوې ترسره کوي هغوی اړ دي ترڅو د عامو خلکو څخه بډې ترلاسه کړي، ځکه په لوړه سطحه د هغوی سره د ترسره شوې هوکړې له مخې د هغوی له قانوني معاش څخه یوه یا څو برخې معاش (تنخوا) د هغوی له خوا چې دوی یې په دندو ګمارلي ترلاسه کېږي. په دې ډول عامو خلکو ته ډېره ستونزمنه ده ترڅو د فساد دغه کړۍ معلومې کړي او د فساد دا ځنځیر پرې کړي.
تقریباً ډېر څېړونکي په دې باور دي چې رسنۍ په ولسواکۍ، ښې حکومتولۍ، اقتصادي پرمختیا، او د فساد پر وړاندې په مبارزه کې ستر او ځانګړی رول لري. پر همدې بنسټ ویلی شو رسنۍ چې د معلوماتو شریکولو په برخه کې په پراخه کچه لوستونکي او اورېدونکي لري، کولای شي د فساد کچې په ښکته کولو کې ښه ونډه ولري.
بلخوا رسنۍ د فساد پر وړاندې د حکومت، اړینو ادارو او سوداګریزو بوختیاوو په اړه د معلوماتو ځانګړې لارې وړاندې کوي او په دې توګه عام خلک د دې جوګه کوي ترڅو اړوندې ادارې حساب ور کولو ته اړ باسي. یعنې په ټوله کې د فساد بدې پایلې او اغېزې بربنډوي او په اړه یې ټولنې ته د معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې عامه پوهاوی زیاتوي. او زیاتره وخت هغه سیاسي ډلې چې په فساد کې ښکېلې وي، بربنډوي چې له یوې خوا سیاسي ډلې چې په فساد کې ښکېلې وي د سیاسي خطر له وېرې سره مخ کوي او له بلې خوا د ټولنې عامو وګړو ته دا زمینه برابروي ترڅو هغه ډلې او اشخاص چې په فساد کې ښکېل وي په راتلونکې کې د خپلو پاکو رایو څخه بې برخې او د خپلې ښې راتلونکې لپاره د فساد څخه پاک اشخاص د خپلې ټولنې خدمت ته په کار وګماري.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د څېړنو پر بنسټ، رسنۍ د فساد پر وړاندې د عامه پوهاوي په برخه کې ځکه رغنده رول لري چې تر اوسه دوه سلنه د فساد اړوند اړینې او سترې پېښې د رسنیو د راپورونو پر بنسټ بربنډې شوي او خلک پرې خبر شوي دي.
دا چې رسنۍ د فساد په برخه کې د عامه پوهاوي لپاره کار ترسره کوي، د هغې ترڅنګ هغه پېښې چې له فساد سر ه مرسته کوي او یا د فساد اړوند پېښې وي، د هغې په اړه د راپورنو جوړولو او د یادو پېښو څېړلو په برخه کې هم دنده ترسره کوي.
د فساد پر وړاندې د رسنیو رول هغه وخت ډېر اغېزناک ثابتېدلی شي، کله چې رسنۍ په قانوني چوکاټ کې دننه خپل آزاد کار ته پرېښودل شي او د کومې ډلې تر منفي اغېزې لاندې نه وي. دا ځکه ډېری وخت رسنۍ هڅه کوي ترڅو د فساد اړوندې پېښې د خپلو راپورونو برخه وګرځوي، مګر د ځینو ځانګړو اشخاصو او ډلو د ګواښونو او ځورونو سره مخ کېږي تر دې چې د رسنیو یو شمېر کار کوونکو خپل ژوند هم پکې بایللی دی. او ښه بېلګه یې په مالتا هېواد کې د پاناما اسنادو مخکښه څېړونکې ژورنالېستې(Daphne Caruana Galizia ) ډپني کاروانا ګالیزیا ده چې په ۲۰۱۷ کال کې په یوې بمي چاودنه کې ووژل شوه او د وژنې پړه یې یوازې د نوموړې فساد ضد کړنو اچول کېدای شي او بس، ځکه بل چا یې د وژنې پړه پر غاړه وانخیسته.[ii] د پاناما او یا هغه مواد چې له رسنیو سره د فساد اړوندو پېښو په څېړلو او خپرولو کې مرسته کوي، رسنیو ته د معلوماتو شریکولو قانون په خلاف په لاس نه ور کوي او پر وړاندې یې بېلابېلې ستونزې جوړوي. ترڅو د فساد بدې پېښې د عامو خلکو څخه پټې وساتل شي او په دې توګه د ټولنې یوه ځانګړې برخه د شوي فساد څخه ګټه پورته کوي او د عامو خلکو حق لوټوي.
ځینې وخت داسې هم شوي چې د رسنیو پر وړاندې خنډ نه وي چې رسنۍ دې د فساد اړوندو پېښو راپور کولو او بربنډولو په اړه وګواښل شي، مګر د رسنیو ځینې کار کوونکي په لوی لاس هغو کسانو ته چې په فساد کې لاس لري دا زمینه برابروي، ترڅو هغوی ته په مادي او یا نورو برخو کې د امتیازاتو منلو سره فساد ته لاره هواره کړي.
دلته ده چې د څېړنیز ژورنالېزم اړتیا پیدا کېږي او په دې برخه کې باید ټول هغه اصول او اخلاق چې د رسنیو کارکوونکو لپاره اړین بلل کېږي، د هغوی مقدسه دنده لا پرې ځلیږي او هېچا ته د څه منلو په بدله کې دا اجازه ور نه کړي ترڅو د فساد اړوند معلومات د پوښښ په برخه کې د خنډ سره مخ کړي.
د فساد څو بېلګې چې رسنیو بربنډې کړي:
لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه، رسنۍ د فساد اړوند پېښو رابرسېره کولو کې رغنده ونډه لري، مګر دا چې رسنۍ تر پخوا د ښو وسایلو او امکاناتو لرونکي دي، کولی شي د فساد ژورې پېښې هم په ښه توګه وڅېړي او رابرسېره یې کړي.
رسنۍ په ځانګړي توګه کولی شي د فساد کچې په راکمولو کې ښه ونډه ولري، دا ځکه چې د ترسره شویو څېړنو له مخې د نړۍ په کچه د فساد سترې پېښې د بېلګې په توګه د پاناما کاغذونه یا اسناد چې په ۲۰۱۷ میلادي کال اپریل میاشت کې د یوه څېړنیز راپور چې شاوخوا پنځه کاله پرې کار شوی ؤ، خپاره شول او د هغو لسو هېوادونو مشرانو او سیاسیونو پانګې او سرمایې یې چې په پاناما هېواد کې یې پټې ساتلې وې په نړیواله کچه رابرسېره کړې.[iii]
د فساد بله بېلګه په بنګله دیش هېواد کې داسې یادولی شو چې د کانډا هېواد اړوندې یوې عامه کمپنۍ( Niko Resources ) چې د تیلو او ګازو په برخه کې کار کوي، په ۲۰۰۵ میلادي کال کې یې د کېندنو په برخه کې په بنګله دېش کې فعالیت کولو. د نوموړي کال په جون میاشت کې د یاد هېواد (The Daily Star) ورځپاڼې د یادې کمپنۍ یوه مشر (Brian J Adolph) او د بنګله دیش هېواد د انرژۍ وزیر (Mosharraf Hossain) هغه برېښنا لیکونه (ایمیلونه) رسنیز کړل چې د دواړو ترمنځ تبادله شوي وو. په یادو لیکونو کې د یادې کمپنۍ یوه مشر له بنګله دیشي وزیر څخه د کمپنۍ د ادارې په استازیتوب ځانګړې مننه کړې وه، چې د یادې کمپنۍ سره یې په یاد هېواد کې مرسته کړې او په راتلونکې کې یې ورسره د لازیاتو مرستو کولو هیله هم څرګنده کړې وه. د لیک په یوه برخه کې دا هم راغلي وو چې د یادې کمپنۍ مشر بنګله دیشي وزیر ته د لوړې بیې د یوه موټر ډالۍ کولو او د هغې ترڅنګ بنګله دیشي وزیر ته د نیو یارک د سفر بلنه او د سفر د مصارفو پرېکولو وعده هم ورکړې وه. مګر وروسته ثابته شوه چې دا مننې او ډالۍ او د سفر بلنه د هغې پېښې په بدل کې وو چې د یادې کمپنۍ په یوه برخه کې چې د ګازو د پلټلو لپاره یې کېندنه ترسره کوله، ستره چاودنه ترسره شوې وه، ځايي اوسیدونکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې او خلک یې پر وړاندې لاریونونو ته اړ شوي وو. د یادو لاریونونو تتولو او آرامولو په اړه د کاناډا هېواد اړوندې کمپنۍ مشر او د بنګله دېش هېواد د انرژۍ وزیر ترمنځ د ډالۍ او مننې اړخونه چې د عامو خلکو ستونزې یې لاپسې زیاتولی شوې د ((The Daily Star ورځپاڼې له لوري بربنډ شول.[iv]
په افغانستان کې چې د فساد کچه تر پخوا ډېره او په اړه یې په ملي او نړیواله کچه راپورونه مخې ته راځي، رسنۍ کولی شي د عامو وګړو، اړوندو ادارو او همدارنګه د نړیوالو مرستندویانو لپاره د فساد ټولې پېښې وڅېړي. خو هغه ستونزې چې د رسنیو مخه یې په دې برخه کې ډب کړې د مافیايي کړیو شتون دی چې د رسنیو کارکوونکي آزاد کار ته نه پرېږدي. او بله ستونزه چې د فساد اړوند پېښو څېړلو په برخه کې شتون لري، د رسنیو کار کوونکي د فساد برخې د راپور ورکولو په اړه د عملي او علمي تجربو له کمښت سره مخ دي. په همدې بنسټ اړینه ده ترڅو دولت د هغو مافیايي کړیو مخه ونیسي چې رسنۍ آزاد کار ته نه پرېږدي. او همدارنګه دولت باید د څېړنیز ژورنالېزم په برخه کې داسې بنسټونه رامنځ ته کړي چې کولای شي دولت سره د فساد اړوند پېښو په پیدا کولو کې مرسته وکړي، او د رسنیو ځوان قشر او بشري ځواک په پرمختګ کې د راتلونکې لپاره ګټور ثابت شي.
کله چې رسنۍ د فساد په اړه عامه پوهاوی زیات کړي، دا نه یوازې د فساد کچې په را ښکته کولو کې ونډه لرلی شي، بلکې د هغو دولتي او خصوصي ادارو سره هم د پالیسیو او قوانینو په جوړولو کې مرسته کولی شي، کومې چې غواړي د فساد تېرو تجربو ته په کتو د راتلونکې لپاره پلانونه جوړ کړي. هغه محصلان چې د اجتماعي علومو او په ځانګړې توګه د رسنیز کار په برخه کې زده کړې کوي هغوی باید د څېړنې او مونوګراف برخه د فساد پر وړاندې د رسنیو رول او ونډې ته ځانګړې کړي. په دې توګه لاسته راغلې پایلې کولای شي له یوې خوا د رسنیو کار کوونکي د فساد اړوندو پېښو په سمه توګه څېړلو، راپور کولو او خپرولو ته متوجه کړي او له بلې خوا د فساد مخنیوي په برخه کې ګمارل شویو اشخاصو او اړوندو ادارو سره د پالیسو او قوانینو جوړولو په برخه کې هم مرسته وکړي.