دلو 26, 1401 09:10 Asia/Kabul
  • خپل لومړی کتاب څنګه ولیکو؟

که غواړئ پوه شئ لاندې لیکنه ولولئ.

یو معیاري کتاب لیکل هومره اسانه کار نه دی څومره چې مونږ فکر کوو. دا چاره لیوالتیا،‌ ستړیا،‌ زغم او حوصله غواړي. په دې اړه مشهور لیکوال همینګوی وایي چې: لیکل نور څه نه بلکې ټایپ کوونکي ماشین ته کښیناستل او خپلې وینې تویول دي.

په وروستیو کې که وګورو زمونږ په ټولنه کې د کتاب بازار یو څه غوړیدلی او ډیری وګړو په خپل مسلک کې کتاب لیکلو ته مخه کړې. په دې لیکنه کې مونږ د نوموړو کتابونو په کیفیت او معیار خبره نه کوو بلکې هغه لیکوالانو ته لاندې یو څه لارښوونې لرو چې غواړي کتابونه ولیکي.

لومړی – د لیکلو لپاره مناسب وخت او ځای وټاکئ:

د یوې سروې له مخې ټول هغه لیکوالان چې کتابونه یې د نیویارک ټایمز د ډیرو پلورل شوو کتابونو په نوملړ کې راځي؛ د لیکلو لپاره په خپل کور کې یوه ځانګړې خونه او کابین لري.‌ د لا ډیرې اغیزمنتیا لپاره نوموړې خونه او کابین باید په ښه ډول ډیزاین او داسې سینګار شي چې لیکلو ته ستاسو لیوالتیا لا زیاته کړي.

د انسان طبیعت توپیر کوي.‌ ممکن تاسو کولای شئ په سفر،‌ تم ځایونو،‌ الوتکه او یا نورو ځایونو کې ښه لیکل وکولای شئ. خو ستونزه دا ده چې نوموړې یاداښتونه ممکن له تاسو څخه د سفر د سرګردانیو او نورو چارو له امله ګډوډ او نادرکه شي خو بیا هم تاسو هر چیرته چې یاست لیکل وکړئ، یاداښتونه واخلئ خو د نوموړو بیلابیلو لیکنو او یاداښتونو را یو ځای کولو ته بیا هم یو خاموش او آرام ځای ته اړتیا لرئ.

که یوه شیبه مو په کتاب لیکلو کار کوئ،‌ بیا فیسبوک ته ځئ او د خپل وروستي شریک شوي انځور لایکونه شمارئ، یا هم د وطن د کومې ناخوالې،‌ ځانمرګي،‌ وینه توییدنې او کوم برید څخه خبرېږئ نو دا چاره به مو توجه خرابه،‌ ستړي او نا ارامه کړي او لیکل به در څخه پاتې وي.‌ ځکه خو د لیکلو پر مهال له ټولنیزې میډیا، فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او نورو څخه ځان لیرې وساتئ.

دوهم – هره ورځ لیکل وکړئ:

زه یې له خپلې تجربې څخه درته وایم چې لویه ستونزه مې په مسلسله توګه نه لیکل دي. یو کتاب لیکنه یا ژباړه په ډیرې لیوالتیا سره پیل کړم، یوه اونۍ یې وغځوم خو وروسته بیا مسلسل او Constant کار نشم پرې کولای،  همدا لامل دی چې هغه کتاب چې باید په درې میاشتو کې ولیکل شي راڅخه یو یا دوه کالو ته وغځیږي.

که ډیر نشئ کولای کم ولیکئ خو هره ورځ مو د کتاب په لیکلو کار وکړئ. که ۳۰۰ صفحې کتاب لیکل غواړئ او هر ورځ په دوه صفحې لیکلو کار وکړئ نو ټول کتاب به په پنځو میاشتو کې بشپړ کړئ. ځان ته یادښت یا ریماینډر ولګوئ او مه پریږدئ چې دا چاره در څخه هیره او یا هم لټي درباندې زوروره شي.

بیا هم تاکیداً وایم چې لیکنه او بیا معیاري لیکنه سخت او ستړي کوونکی کار دی. ځینې وختونه ممکن د ستړیا له امله په هیڅ ډول کیبورډ ته ستاسو ګوتې ورنشي. په داسې حالت کې به څه کوو؟ خپل سمارټ فون را واخلئ او د لیکلو پر ځای مو پکې غږ ثبت کړئ، بیا یې په اوزګار وخت کې ټایپ او یا یې کوم دوست، د کورنۍ کوم غړي او یا هم د کمپوز کوم دفتر ته ورکړئ چې درته ټایپ یې کړي.

دریم – د لیکلو پر مهال مو لیکنه هیڅکله ایډیټ او مه سموئ:

کله چې لیکل کوئ نو وروسته یې په سمون پسې مه ګرځئ،‌ دا چاره ستاسو د لومړنۍ لیکنې وخت او حوصله وژني. لامل یې د لیکنې او سمون د تحلیلي رویې تر مینځ توپیر دی. په لیکلو کې ستاسو سوچ یو څه او په سمون او ایډیټ کې بل څه وي، نو دا دوه چارې چې سره ګډې شي، پایله یې منفي ده.

که تاسو چیرته داسې کوئ نو کتاب به مو هیڅکله بشپړ نشي او یا به ډیره موده ونیسي. کیدای شي سم له لاسه د خپلو غلطیو او خامیو په لیدلو سره حوصله وبایلئ او ناهیلي شئ. لومړی لیکل وکړئ او وروسته یې د سمون او ایډیټ غم وخورئ.

څلورم – خنډونه محدود کړئ:

که د لیکلو لپاره ځانګړی چاپیریال ولرئ او بیا هم ځینو خنډونه وي نو اغیزمن کار نشئ کولای. د لیکلو په مهال ستاسو او زما یو خنډ ممکن د کوچنیانو شور او مزاحمت وي. زه که په ځانګړې خونې کې کښینم هم کوچنی زوی او لور مې راپسې دروازې ډبوي، شور او  یا هم په خپل مینځ کې نښتې کوي. له دوی سره څه وکړو؟ دوی مصروف کړئ، کارټون ورته ولګوئ، د رسم کتابونه ورته ورکړئ، په ټابلیټ او د لوبو په ځینو توکو یې بوخت کړئ. د خنډونو د مخنیوي لپاره لاندې کارونه هم وکړئ:

موبایل مو خاموش اویا هم په بله خونه کې یې پریږدئ

انټرنیټ او د موبایل ډیټا مو بنده کړئ

په خپل کمپیوټر د “مزاحمت مه کوئ” آپشن فعاله کړئ

د لیکلو د سافټویر پرته مو د کمپیوتر نور ټول پروګرامونه بند کړئ

خپل بریښنالیک او د سوشیل میډیا حسابونه مو مه ګورئ

که په یوازیتوب کې لیکل کولای شئ نو هغه وخت لیکل وکړئ چې په کور یا دفتر کې مو څوک نه وي.

که سبا ورځ مو رخصت وي نو د کور ټول لوښي او فرشونه له ویده کیدو مخکې پاک کړئ تر څو سبا په یو تازه چاپیریال کې راویښ او په سړه سینه خپل لیکل وکړئ

باالاخره د کتاب د چاپ لپاره مو نیټه وټاکئ. په یو پاڼه یې ولیکئ او په خپلې کارخونه کې یې راوځړوئ. هر ځل چې مو په نوموړې نیټه سترګې لګي نو پر کتاب کار کولو ته به مو متوجه کوي.

که لیکنه مو خوښه شوې وي،‌ له ملګرو سره یې شریکه او لاندې مو خپل نظر پریږدئ.