دلو 27, 1401 11:20 Asia/Kabul
  • د کابل یو شمېر تاریخي ځایونه بیا رغول کیږي

( چار شنبه، د دلوې دولسمه)‏ ‏د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې، د کابل ښار د یو شمېر مهمو تاریخي ځایونو (بابر بڼ، چهلستون، د تیمورشاه مقبره او بڼ ) د بیارغونې په اړه بحث او ځینې پرېکړې شوي.

کابل ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګي برخې طالب مرستیال عتيق الله عزيزي وويل چې، دکابل د کلتوري ميراثونو او تاريخي آبداتو دساتنې په پار به، يو شمير تاريخي ځايونه بیاورغول شي.

 نوموړي په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ له دوامداره همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې، دا اړینه وګڼله څو دغه اداره په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رييس قاري ولي ګل جواد ویلي چې، په کابل ښار کې تاريخي او اسلامي ارزښتونه د کابل ښاروالۍ لومړيتوبونه دي.

نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د کابل ښار د تاریخي او لرغونو سیمو د بیارغونې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د کابل تاریخي بڼونو ته ځانګړې پاملرنه لري.

کابل ښاروالۍ په ناسته کې د تاریخي ځایونو د رغونې د اړوندو پريکړو جزییات نه دي په ډاګه کړي.

تگ