حوت 06, 1402 10:03 Asia/Kabul
  • د برات شپې او ورځې فضایل!

د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کی الله تعالی ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.

امامحسن بصري رحمة الله علیه به پدي شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یی د برات شپه ده زما اعمال الله ته وړاندې کیږي ، الله تعالی خبر پایله به یی څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي!!!

حضرت علی رضی الله تعالی عنه په دې شپه د باندی راووت او په ژړا یی، اسمان ته کتل او ویل به یی ای الله تعالی نن تاته اعمال وړاندی کیږی ، چی د علي اعمال به الله خبر څنګه وي!!!

صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چی اې! د الله تعالی رسوله کله چی د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورڅ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟ د الله تعالی رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دی لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عمل نامه سپینهوي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عمل نامه کې په روژه باندې شي. د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې د دې لپاره عبادت کوم او په ویښه یې تیروم چی دا مې خوښیږي چې کله می الله د کال په اخیر کی اعمال وړاندی کېږي نو هغه مې هم په عبادت کی تیره شي او په عمل نامه کې مې اخیر عمل عبادت وي!!!

د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به دبرات ( شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله ، عایشه (رض) وایې په دې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کاوو او کله به یې چې سر په سجده کیښودو دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې الله مکړه هغه روح قبض شوی دی ، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړه وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی ، او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله پنا غواړم ستا د عذاب څخه ، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب ، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته ، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندې کړي!!!

 

ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنى د ګناه نه د خلاصون شپه ددى شپي خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کى په لاندى ډول دى :

۱- دوه رکعته نفل بيا سوره يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول

۲- دوه رکعته نفل بيا سوره يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول

۳- دوه رکعته نفل بيا سوره يس او بيا لوى عمر لپاره دعا کول

ګرانو دوستانو : ويل کيږي چي د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير ليکل کيږي او دعا کولي شي د انسان تقدير ته بدلون ورکړي نو هيله ده چي په دي شپه کي الله ته عبادت وکړي او د افغانستان لپاره دعاګاني وکړي. د ټول مسلمان امت ، د اتفاق لپاره دعا وکړى دوستان موږ هم دعا کى ياد کړى

مونږ ته هم پکې يوه د خير او برکت دعا وکړي