حوت 15, 1402 20:03 Asia/Kabul
  • د لمونځونو د اداء د څرنګوالي اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښووني

ژباړه: عبدالجبار مطمئن

په لمونځونو کې قرائت او شروع اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنلاري او لارښووني:

1. رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله د لمانځه په نیت ولاړ سو نو ( اَللَّهُ اَکبَرْ) به یې وویل او تر هغه وړاندي يې بل هیڅ نه ويل، نیت به یې هم په ژبه نه کاوه.

2. د تکبیر تحریمه په ویلو به مخ پر قِبله ودرید او دواړه لاسونه به یې صاف مخ پر قبلي د غوږونو تر نرمۍ او اوږو پوري پورته کړل او بیا به یې راسته لاس پر چپه لاس پریښود.

3. کله به یې لمونځ په دي دعا باندي پيل کړ: (اَللَّهُمَّ بَاعِدْ بَیْنِي وَبَیْنَ خَطَايَايَ کَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ المَشْرِقِ وَالمَغْرِبِ، اَللَّهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالمَاءِ وَالثَّلْجِ وَالْبَرَدِ، اَللَّهُمَّ نَقِّنِي مِنَ الذُّنُوبِ وَالخَطَايَا کَمَا یُنَقِّي الثَّوبُ الأَبْیَضُ مِنَ الدَّنَسِ ). ژباړه: لويه خدایه! ما او ګناهونه مې دومره ليري کړه لکه ختيځ او لويديځ، لويه خدايه! ما مې له ګناهونو په اوبو، واوره او باران پريمنځه، لويه خدايه! ما داسي له ګناهونو او خطاګانو پاک کړه لکه سپېنه جامه چې له خيري پاکيږي.

او کله به یې داسي دعاء کوله: (وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِي فَطَرَ السَّمَاوَاتِ وَلأَرْضَ حَنِيفًا مُسْلِمًا وَمَا أَنَا مِنَ المُشْرِکِينَ، اِنَّ صَلَاتِي وَنُسُکِي وَمَحْیَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ العَالَمِينَ، لَا شَرِيکَ لَهُ، وَبِذَلِکَ أُمِرْتُ، وَ أَنَا أَوَّلُ المَسْلِمِينَ ). ژباړه: د یو پاکيزه مسلمان په توګه مې مخ یوازي د هغه چا لورته اړوم چې اسمانونه او ځمکه یې پيدا کړي دي او زه له مشرکينو نه یم، زما لمونځ، قرباني، ژوند او مړينه یوازی هغه الله لره دي چې د نړيوالو پالونکي دی، هغه هیڅ شریک نلري، او زه په همدي (عقيدي) امر سوی یم، او زه مسلمانانو کې لمړی یمه.

4. د لمانځه له پيل وروسته (د ثناء د لوستلو وروسته) به یې (أَعُو‌ذُ بِاللَّهِ مِنَ الشَّیْطَانِ الرَّجِيمِ) وویل او بیا به یې سورة الفاتحه (اَلحَمْدُلِلَّهِ رَبِّ العَالِمين…) تلاوت کړل.

5. رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه په دوو ځایونو کې سکوت کاوه: لمړی د تکبیر تحریمه او تلاوت ترمنځ او د دویم سکوت په هکله اختلاف دی، ځينو روایت کړی چې د سورة الفاتحي وروسته او یا د رکوع وروسته سکوت کاوه.

6. کله به چې د سورة الفاتحي له لوستلو فارغ شو، بله سوره به یې پيل کړل او کله به یې تلاوت ډیر اوږد کړ، خو د سفر او یا نورو ستونځو په لحاظ به یې کله لنډ آیتونه تلاوت کړل خو ډیر کله به یې ميانه حالت غوره کاوه (نه به یې لمونځ ډیر اوږد کاوه او نه ډير لنډ).

7. د سهار په لمانځه کې به یې شپيته/۶۰ تر سل/۱۰۰ آیتونو تلاوت کړل، مثلا کله به یې (ق) سوره ولوستل او کله به یې (روم) سوره او ځیني وختونه به یې (تکوير/ اِذَا لشَّمسُ کُوِّرَت) سوره او کله به یې (زلزال/ اِذَا زُلْزِلَتِ الأرضِ) سوره تلاوت کړل. په سفر کې به یې د سهار لمونځ په دوو معوذتینو هم کاوه، یو ځل یې د سهار لمونځ په (مؤمنون) سوره پيل کړل او کله چې په لمړي رکعت کې د حضرت موسی(ع) او هارون (ع) یاد ته ورسید، ټوخا ورغله او رکوع ته لاړ.

8. د جمعي په ورځ د سهار لمانځه په لمړي رکعت کې به یې (الم سجده) سوره ولوستل او په دویم رکعت کې به یې (دهر/انسان/ هَلْ اَتَی عَلَی الاِنسَانِ…) سوره ولوستل.

9. ځيني وختونه به یې د ماپښين لمونځ اوږد کاوه خو ماځیګر لمونځ به یې د ماپښين د قرائت نیم اندازه کاوه خو که به کله د ماپښین لمونځ لنډ سو نو د ماځیګر لمونځ به یې اوږد کړ.

10. ځیني وختونه به یې د ماښام لمانځه کې (الطور) سوره او کله به یې (المرسلات) سوره لوستل.

11. او د ماخستن لمانځه کې کله (والتين) سوره لوستل او حضرت معاذ ابن جبل(رض) ته یې امر وکړ چې (والشمس) سوره او (اعلی/ سَبِّح اسمَ رَبِّکَ الأعلَی) سوره او ( واللیل) او دي ته ورته سورتونه دماخستن په لمانځه کې تلاوت کړي او هغه یې د (البقره) سوري له تلاوت نه منعه کړل.

12. د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنلاره دا وه چې یو سورت به یې کامله په لمانځه کې تلاوت کړ، ځیني وخت به یې یو سورت په دوو رکعتونو کې تلاوت کړ خو داسي کوم حديث نه دی تري روایت شوی چې په لمانځه کې دي د یوه سورت لمنځه آیتونه لوستي وي او یا د ځینو سورتونو یوازي پاي دي تلاوت کړی وي.په نفلي لمونځونو کې به یې کله دوه سورتونه په یوه رکعت کې لوستل او ډير کم داسي روایت تري ثابت سوی چې نفل لمانځه کې دي یو سورت دوو رکعتونو کې تلاوت کړی وي. او هیڅ لمانځه ته یې ځانګړی سورت نه دی ټاکلی خو د جمعي او اختر لمونځو کې به یې ځانګړي سورتونه ويل.

13. یوه میاشت يې د سهار په لمانځه کې د رکوع وروسته دعاي قنوت وویل او بیا یې پريښوده، خو هغه دعاء قنوت هر وخت د ستونزو پيښیدلو لپاره لوستل کيدل، داسي چې ستونزه به رفع سوه نو قنوت به هم پریښودل سو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سنت وو چې د مشکلاتو په وخت کې (قنوت نازله) لوستل او دا دعاء به یې یوازي د سهار لمانځه پوري نه ځانګړي کول.

ب. د لمونځونو د څرنګوالي اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپارښتني :

1. رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټولو لمونځونو کې لمړی رکعت له دویم رکعت نه اوږد کاوه.

2. چې قرائت به یې خلاص کړ، په دومره اندازه دمه به یې کول چې ساه یې هوسا شي او بیا به یې تکبیر وویل او رکوع ته به ولاړ او لاسونه به یې پر زنګونونو ټینګ ونیول او له ډډوګانو به یې ليري کړل او خپله ملا به یې راسته او برابره کړل او سَر به یې نه لوړ وو او نه کښته ځوړند، بلکي د خپلي ملا (شا) سره به یې برابر کړ.

3. په رکوع کې (سُبْحَانَ رَبِّي العَظِيْم ) ويل او ځيني وختونه یې (سُبْحَانَکَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِکَ، اللَّهُمَّ اَغْفِرْلِي ) ويل او کله به یې (سُبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلائِکَةِ والرُّوحِ ) هم ويل.

4. د رسول الله صلی الله عليه وسلم رکوع او سجده عادتاً د لس/۱۰ تسبیح ویلو په اندازه وه خو کله به یې رکوع او سجده د ولاړي (قیام) په اندازه اوږده کړل خو دا کار یې د تهجد په لمانځه کې کاوه چې کله به یوازي وو، هغه ډیروخت اعتدال او میانه روۍ ته په خپلو لمونځونو کې پام کاوه.

5. د رکوع څخه د سر پورته کولو په وخت کې (سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ ) ویل او خپله ملا به یې نيغه (سیده) کړل او همدارنګه د سجدي څخه د سر پورته کولو په وخت کې خپله ملا سمه راسته کول او اصحابو ته یې په دي هکله داسي سپارښتنه کول (لَا تُجْزِئُ صَلَاةٌ لَا یُقِيمُ فِيهَا الرَّجُلُ صُلْبَهُ فِي الرَّکُوعِ وَالسُّجُودِ).ژباړه: هغه لمونځ نه سميږي چې په رکوع او سجده کې شخص خپله ملا سمه (نیغه) نه کړي.

چې د رکوع څخه به سم را پورته سو (رَبَّنَا وَلَکَ الحَمْد) یې ويل او کله یې (رَبَّنَا لَکَ الحَمْد) او ځیني وختونه (اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَلَکَ الحَمْد) ویل.

6. دا رکن (قومه) به یې د رکوع په قدر اوږده کړل او کله به یې دا دعاء پکي لوستل: (اللَّهُمَّ رَبَّنَا وَلَکَ الحَمْدُ مِلْءَ السَّمَاوَاتِ وَمِلْءَ الأَرْضِ، وَمِلْءَ مَا بَیْنَهُمَا، وَمِلْءَ مَا شِئْتَ مِنْ شَيءٍ بَعْدُ، أَهْلَ الثَّنَاءِ وَالمَجْدِ، أَحَقُّ مَا قَالَ الْعَبْدُ، وَکُلُّنَا لَکَ عَبْدٌ، لَا مَانِعَ لِمَا أَعطَيْتَ وَلَا مُعْطِيَ لِمَا مَنَعْتَ، وَلَا یَنفَعُ ذَا الجَدِّ مِنْکَ الجدُّ ). ژباړه: ای زموږ ستر پالونکي! د اسمانونو او ځمکو او د هغو ترمنځ او هر شي د ډکوالي په کچه ستایني ستا دي، ته د هغو ټولو تعریفونو او سترتوب وړ یې او د (هغو ستاینو) مستحق یې چې بنده یې وايې، موږ ټوله ستا بندګان یو، لویه خدایه! هرڅه چې ته چا ته ورکړي، هیڅوک ګرځونکی یې نسته، او له چا نه چې ته کوم څه وګرځوي، هیڅوک ورکونکی نه سته، او د هیچا پيداوار د هغه اړتیا له تا نسي پوره کولاي.

7. بیا به یې تکبیر وویل او سجدي ته به ولاړ، خو لاسونه به یې نه پورته کول او (سجده به یې داسي وکړل چې) لمړی به یې زنګونونه بیا لاسونه او بیا تندی او پوزه پر ځمکي پریښودل، هغه به سجده په خپل تندي باندي کول نه د لنګوټي په ول، ډيرکله به یې پر ځمکي سجده کول او پر لنده ځمکه (خټو) حصیر (د خرما دپاڼو جوړ سوي فرش) او رنګ سوي پوست باندي هم سجده کړي ده.

8. د سجدي په وخت کې به یې خپل تندی او پوزه سمه پر ځمکه پريښودل او لاسونه به یې له بغلونو ليري کړل تر دي چې د اړخ سپين والی یې څرګندیده.

9. په سجده کې به یې لاسونه د اوږو او غوږونو سره برابر کیښودل او آرام به یې ونیو او د دواړو پښو ګوتي د قبلي خواته اړولي د لاسونو ګوتي به یې په عادي حالت کې پريښودلی (نه یې ګوتي سره مښلولي او نه یې ترمنځ فاصله جوړول).

10. په سجده کې یې داسي ویل: (سُبْحَانَکَ اللَّمُمَّ رَبَّنَا وَبِحَمْدِکَ، اَللَّهُمَّ اغْفِرْلِي) او کله یې ((سُبُّوحٌ قُدُّوسٌ رَبُّ المَلائِکَةِ والرُّوحِ ) لوستل.

11. بیا به یې په تکبير ویلو سر له سجدي پورته کړ، بیله دي چې لاسونه لوړ پورته کړي (رفع الیدین وکړي) بیا به یې چپه پښه غوړول او پري کښینستی او راسته پښه به یې جګه درول (داسي چې د راسته پښي ګوتي به قبلي پرخوا وي) بیا به یې لاسونه پر زنګونونو او څنګلي پر ورنونو پريښودل او په (قعده) کې به یې دا دعاء وکړل (اللَّهُمَّ اغْفِرْلِي، وارْحَمْنِي، وَاجْبُرنِي، وَاهْدِنِي، وَارزُقْنِي ). ژباړه: لویه خدایه! ماته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، زما نيمګړتياوي پوره کړه، ماته هدایت وکړه، ماته ښه رزق راکړه.

12. د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنلاره داسي وه چې دا رکن (قعده/کوچني ناسته) به یې د سجدي په اندازه اوږده کول.

13. بیا به یې پر ورونونو تکیه وکړل او (دویم رکعت ته) به ولاړ سو او سمدلاسه به یې قرائت پيل کړ او د لمړي رکعت په څير (چې به د ثناء ویلو په وخت کې چوپ پاته وو) به په دویم رکعت کې چوپ نه پاتیدی بیا به یې دویم رکعت د لمړي رکعت په څير اداء کړ پرته له څو شیانو چې توپير یې کاوه تکبیر تحریمه ویل، (سُبْحَانکَ اللَّهُمَّ…) ويل، د رکعت اوږدول ځکه لمړی رکعت به یې لږ اوږد اداء کاوه (ترڅو لمونځ کونکي له تلوار او ځغاستي برته لمانځه ته ورسیږي).

14. او چې کله به (التَّحِيَّاتُ) ته کښينستی راسته لاس به یې پر راسته ورون او چپه لاس پر چپه ورون کیښود او د شهادت په ګوتي به یې اشاره کول. اشاره یې داسي کول چې خچڼه ګوته به یې د دابلي سره جوخته کړل، میاني او بټه ګوته به یې سره حلقه کړل او دشهادت ګوته به یې پورته کړل او نیغ به یې هغي ګوتي ته کتل.

15. هغه به تل په لمړنۍ ناسته کې تشهد/التحیات لوستل او خپلو یارانو ته به یې همدغه سپارښتنه کول چې داسي ووايې: (التَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَاتُ والطَّيِّبَاتُ السَّلَامُ عَلَيْکَ أَيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللَّهِ وَبَرَکَاتُهُ السَّلَامُ عَلَيْنَا وَعَلَی عِبَادِ اللَّهِ الصَّالِحِينَ أَشْهَدُ أَنْ لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ ). ژباړه: ټول درناوي، لمونځونه، پاکۍ د الله پاک دي، ای د الله نبي سلامونه او د الله رحمتونه او برکتونه دي پر تا، پر موږ او د الله په نیکو بندګانو وي، شاهد یم چې لایق د عبادت نسته خو یو الله او شاهد یم چې محمد(ص) د هغه بنده او رسول دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم به منځني ناسته (تشهد) ډيره لنډه لوستل داسي لکه چې په توده ډبره ناست وي، بیا به یې تکبیر ووایه او پر دواړو ورنونو به یې د لاس ورغوي پریښودل او ولاړ به سو او سورة الفاتحه به یې لوستل… د حضرت ابوقتاده په حدیث کې راغلي چې (په دوو پاتي رکعتونو کې یوازي سورة فاتحه لوستل ).

16. رسول الله صلی الله عليه وسلم به په دویمه قعده کې هم د لمړنۍ په شان کښيناسته یعني چپه پښه به یې وغوړول او راسته به یې ودرول، لاسونه یې پر ورنونو کيښودل او خچڼه ګوته به يې د څنګ دګوتي سره جوخته کړل، مياني ګوته به یې د بټي سره حلقه کړل او دشهادت ګوته به یې (پر خپل ځاي) پورته کړل، هغه دا دعا په لمانځه کې لوستل: ( اللَّهُمَّ اِنِّي أَعُوذُبِکَ مِنْ عَذَابِ القَبْرِ، وَ أعُوذُ بِکَ مِنْ فِتنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ، وَ اَعُوذُبِکَ مِنْ فِتنَة المَحيَا وَالمَمَاتِ، اللَّهُمَّ اِنِّي أعُوذُ بِکَ مِنَ المَأثَمِ والمَغْرَمِ ). ژباړه: لویه خدایه! زه د قبر له عذابه، د مسیح دجال له فتني، د ژوندانه او مرګ له فتني پناه غواړم، لويه خدايه! زه له ګناهونو او داسي پورنو چې نیسم ورکولاي پناه غواړم.

بیا به یې راسته او چپه طرف ته مخ واړاوه او (السَّلامُ عَلَیکُمْ وَرَحْمَةُ اللَّه) به یې وويل.

17. لمونځ کونکو ته یې امر کړی وو د لمانځه په وخت کې مخته سُتره (هغه شی چې لمونځ کونکی یې خپل مخته ددي لپاره ایږدي ترڅو دده او تیریدونکو ترمنځ فاصله جوړه کړي) ان که نیزه او یا لکڼه هم وي او خپله چې به کله په سفر او صحراء کې وو نو نيزه به یې مخته جګه کړل او لمونځ یې کاوه، کله به یې خپل اوښ مخته چُوک کړ او ځیني وخت به یې د اوښ کجاوه پر ځمکه پريښودل او شاته به یې پر لمانځه ودرید.

18. رسول الله صلی الله عليه وسلم امر کړی چې لمونځ کونکی دي خپلي سُتري ته نږدي ودريږي، کله به چې کوم دیوال ستره غوره کړ نو جوخت به ورته ودرید، دومره چې یوازي یوه مرغومي کولای سوای دده او سُتري ترمنځ تير سي.ج: د لمانځه اداء کولو په هکله د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښووني :

1. رسول الله صلی الله عليه وسلم په لمانځه کې ديخوا هاخوا نه کتل.

2. د لمانځه په وخت کې سترګې نه پټولي.

3. کله به چې لمونځ پيليدی نو رسول الله صلی الله عليه وسلم به خپل سر (د ستر څښتن حضور ته له زیاتي تواضع نه) کښته نيولی وو او ځيني وختونه به یې غوښتل لمونځ اوږد کړي خو د ماشوم ژړا به یې تر غوږ سوه (ځکه چط د ماشوم مور به په جماعت لمانځه کې ولاړه وه) نو لمونځ به یې لنډ کړ چې د ماشوم پر مور لمونځ و نه غميږي.

4. کله به یې فرض لمونځ کاوه او (امامه) د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لُور لخوا لمسی به دده پر څټ سپور وو او چې کله به رکوع او سجدي ته ولاړ نو امامه به یې کرار پر ځمکه کيښود.

5. کله به د لمانځه پر مهال حَسَن یا حُسین (د رسول الله صلی الله عليه وسلم دوه ګران لمسیان) دده پر ملا سپاره شول او ده به سجده اوږده کړل چې حسن یا حسین دده له شا و نه لويږي.

6. کله به یې په لمانځه کې ژړل او د اړتيا په وخت کې ستونی هم تازه کاوه.

7. ډیر کله یې لڅي پښي لمونځ کاوه او کله به یې په موزو کې لمونځ کاوه او د یهودیانو سره د مخالفت لپاره یې خلکو ته هم ددي چاري امر کاوه.

8. کله یې په یوه جامه کې لمونځ کاوه (هغه پټو چې د بدن ډیره برخه پټولای سي) او کله به یې په دوو جامو (پرتوګ او کمیس) کې لمونځ کاوه او ډیر کله به همداسي وو.د: د لمانځه د پوره کیدو وروسته د چارو اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپارښتني :

1. کله چې به یې سلام وګرځاوه نو دري ځلي به یې استغفرالله وویل او بیا یې دا دعاء کول: (اَللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلامُ وَمِنْکَ السَّلامُ، تَبَارَکْتَ یَا ذالجَلَالِ وَالاِکْرَامِ ). ژباړه: ای لویه خدايه! ته سلام یې او سلامتيا ستا له لوري راځي، ته برکت والا یې ای د لُوینې او لَورينې خاونده.

ددي دعاء لوستلو وروسته یې ځنډ نه کاوه او سمدلاسه به یې مخ د مقتدیانو په لور راوګرځاوه، کله به یې د راسته خوا مخ را اړوی او کله به د چپه خوا.

2. چې د سهار لمونځ به یې وکړ نو تر لمرخاته پوري به پر خپلي مسلي (جاي نمازي) ناست وو.

3. د فرض لمونځونو وروسته به یې دا دعاء کوله: لَا اِلَهَ اِلا اللَّهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيکَ لَهُ، لَهُ المُلکُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَی کُلِّ شَیْءٍ قَدِير، اَللَّهُمَّ لَا مَانِعَ لِمَا أَعْطَيْتَ،وَلا مُعْطِي لِمَا مَنَعْتَ، َلَا یَنفَعُ ذَا الجَدِّ مِنْکَ الجَدُّ ). ژباړه: د عبادت وړ پرته له یوه الله بل څوک نسته، هغه یوازي دی او شریک نه لري، پادشاهي او ستایني دده دي او دی د هرڅه کولو توان لري، لویه خدایه! هرڅه چې ته چا ته ورکړي، هیڅوک ګرځونکی یې نسته، او له چا نه چې ته کوم څه وګرځوي، هیڅوک ورکونکی نه سته، او د هیچا پيداوار د هغه اړتیا له تا نسي پوره کولاي.

او یا به یې دا دعاء کول: (لَاحَوْلَ وَلا قُوَّةَ اِلا بِاللَّهِ، لَا اِلهَ اِلا اللَّهُ، وَلا نَعْبُدُ اِلا اِياهُ، لَهُ النِّعْمَةُ وَلَهُ الفَضْلُ، وَلَهُ الثَّنَاءُ الحَسَنُ، لَا اِلَهَ اِلا اللَّهُ، مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ کَرِهَ الکَافِرُونَ ). ژباړه: هیڅ توان او طاقت نسته مګر دالله په خوښه او غوښتنه، هیڅ لایق د عبادت نسته مګر یو الله، موږ بیله هغه د بل چا عبادت نه کوو، ټول نعمتونه او لورينه دده لخوا ده، ټوله ښه و نیکه ستاينه دده ده، هیڅ پالونکی نسته مګر یو الله، موږ یوازی دده مخلصانه عبادت کوو، که څه چې د کافرانو بد راسي).

4. خپل امت ته یې سپارښتنه کړي ترڅو د هر فرض لمانځه وروسته درودیرش/۳۳ ځله (سُبْحَانَ اللَّهُ) او درودیرش/۳۳ واره (اَلحَمْدُلِلَّه) او درودیرش/۳۳ ځله (اَللَّهُ اَکْبَر) ووایې او یو ځل دي (لَا اِلَهَ اِلا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيکَ لَهُ، لَهُ المُلکُ وَلَهُ الحَمْدُ وَهُوَ عَلَی کُلِّ شَیءٍ قَدِير). (د سل ځله ذکر پوره کولو لپاره) ووایې.

هـ. د نفلي او تهجد لمونځونو اړوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم لارښووني:

1. که به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په کور کې کومه ستونزه نه وه نو خپل ټول سنتونه او نفلونه يې په خپل کور کې کول، په ځانګړي توګه د ماښام سنتونه «اته رکعته أوابین».

2. د اقامت په وخت کې به تل پر (دوولس/۱۲ ) رکعتونو سنت لمانځه ټینګ وو چې څلور رکعته به یې د ماپښين د لمانځه وړاندي کول او دوه رکعته وروسته، دوه رکعته د ماښام د لمانځه وروسته، دوه رکعته د ماخستن دلمانځه وروسته او دوه رکعته د سهار د فرض لمانځه وړاندي.

3. تر ټولو زیات یې د سهار سنت لمانځه ته ارزښت ورکاوه، هیڅکله نه په سفر او نه په اقامت کې د سهار سنت او د ماخستن دري/۳ رکعته وتر نه دي ځيني پاتي سوي. او په سفر کې بيله سهار دوه رکعته سنت، او ماخستن دري رکعته وتر لمانځه د نورو سنتونو اداء تري نقل سوي هم نه ده.

4. د سهار د سنتو وروسته به یې په راسته اړخ ډډه ولګول.

5. د ماپښين فرض لمانځه وړاندي به یې کله څلور/۴ رکعته سنت کول او که به کله د ماپښين لمانځه وروسته دوه/۲ رکعته تري قضاء سول نو دا به یې ماځيګر کول.

6. د شپي ډیری لمونځونه یې په لاړه کول خو ځيني به یې په ناسته هم کول، کله به یې قرائت په ناسته وايه او چې کله به د رکوع وخت نږدي سو نو ولاړ به سو او بیا به یې رکوع کول.

7. (د شپي لخوا) به یې اته رکعته نفل لمونځ کاوه او د هرو دوو/۲ رکعتونو ترمنځ به یې سلام ګرځاوه او بیا به یې پنځه رکعته په یوي (التحيات) پرلپسي کول، او یا به یې نه/۹ رکعته کول، داسي چې اته/۸ رکعته به یې پرلپسي وکړل او بیا به یو ځل (التحيات) ته کښينستی او د سلام پرته به بل رکعت ته ولاړ سو او نهم/۹ رکعت به یې هم وکړ او بیا به (التحيات) ته کښيناست او سلام به یې وګرځاوه، بیا به یې دوه رکعته بیل هم کول. او یا به یې اوه/۷ رکعته په پورته شکل اداء کړل بیا به یې دوه/۲ رکعته جلا اداء کړل.

8. دري/۳ رکعته وتر لمونځ به یې کله د شپي په سر کې او کله به منځ کې او کله په پاي کې اداء کول او يلي يې دي: (اِجْعَلُوا آخِرَ صَلاتِکُمْ بِاللَّيلِ وِتْراً ) ژباړه: د وتر لمونځ د شپي آخري لمونځ جوړ کړئ.

9. د وتر لمانځه وروسته یې معمولاً په ناسته دوه رکعته لمونځ کاوه، کله به یې قرائت په ناسته وایه خو د رکوع په وخت کې به پاڅيد او بیا به یې کوع وکړل.

10. که به کومه شپه رسول الله صلی الله عليه وسلم بیده پاته سو او یا به د ناروغتيا په سبب (د شپي تهجد لمونځ تري قضاء سو) په هغه ورځ به یې دوولس/۱۲ رکعته لمونځ کاوه.

11. یوه شپه یې (په تهجد لمانځه کې) یو آیت پیل کړ او دومره یې دا یو آیت تکرار کړ چې پري سهار سو.

12. د شپي په لمونځونو کې به یې کله په جَهر (لوړ ږغ) او کله په خُفيه (کښته ږغ) قرائت وایه او کله به یې قیام/ ولاړه اوږده کړل او کله لنډه.

13. په (دري رکعته) وتر لمانځه کې به یې معمولاً سورة الأعلی (سَبِّحِ اسْمَ رَبِّکَ الأَعلَی) سورة الکافرون (قُلْ یَا أَیُّهَا الکَافِرُونَ) سورة التوحید (قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحُدٌ) ويل او چې سلام به یې وګرځاوه، دري/۳ ځله به یې (سُبْحَانَ اللَّه المَلِکَ القُدوس) وویل او په دریم ځل به یې ږغ کش او لوړ کړ.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته