حوت 06, 1402 10:20 Asia/Kabul
  • د برات شپې او ورځې ته د احادیثو له اړخه ځغلنده تحقیقي کتنه

لیکوال: مفتي عبدالبر موحد

له شرعي نصوصو څخه په ډاګه کیږي، چې ځینې ځایونه او ځینې وختونه ډېر غوره والی لري او له دې نه انکار کول له بداهت او ضرورت څخه انکار دی (ولا ینکر من البداهة الا معتوه أو أحمق)یو څو نصوص ستاسو مخ ته ږدو:شهر رمضان الذي أنزل فیه القرآن هدی للناس… الخوالعصر ان الانسان لفي خسر… الخوالفجر ولیال عشرلیلة القدر خیر من الف شهرصلاة في مسجدي هذا أفضل من ألف صلاة فيما سواه الا المسجد الحرام.د همدې ضابطې په رڼا کې راځو پورتنۍ موضوع ته، چې د شعبان پنځلسم یا شب برات هم له هغه شپو څخه ده، چې الله جل جلاله ورته ځانګړی غوره والی او فضیلت ورکړی دی، ددې شپې په فضیلت کې له لاندې لسو صحابه کرامو څخه مرفوع روایات راغلي دي.۱ـ معاذ بن جبل رضي الله عنه (صحیح ابن حبان)۲ـ ابو بکر الصدیق رضي الله عنه. (صحیح ابن خزیمة)۳ـ عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما. (سنن الترمذي)۴ـ ابو ثعلبه الخشني رضي الله عنه. (شعب الایمان للبیهقي)۵ـ عوف بن مالک رضي الله عنه. (مسند البزار وشعب الایمان للبیهقي)۶ـ ابو هریره رضي الله عنه. (مجمع الزوائد)۷ـ ابو موسی الأشعري رضي الله عنه. (سنن ابن ماجه)۸ـ ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها. (مسند احمد، سنن الترمذي وسنن ابن ماجة)۹ـ عثمان بن أبي العاص رضي الله عنه. (شعب الایمان للبیهقي)۱۰ـ علي بن ابي طالب رضي الله عنه. (سنن ابن ماجة)او دا خبره هم کابو اتفاقي ده، چې هر روایت څه نا څه ضعف لري، خو محدثین کرام وایي: «کثرة الطرق تقوي الحدیث» یعنې په ډېرو لارو سره، چې یو حدیث رانقل شي، نو هغه د ضعیف له مرتبې څخه د حسن مرتبې ته خیږي او محدثین دا هم وایي، چې کوم حدیث د فسق الرواة یا اتهام بالکذب له امله ضعیف شوی وي، نو هلته کثرت طرق مفید او ګټور نه بلل کیږي او د لیلة النصف من شعبان اړوند چې له لسو صحابه کرامو څخه روایات راغلي دي، هلته په سند کې چې کوم ضعف دی هغه د فسق الرواة یا اتهام بالکذب له امله نه دی، لهذا دلته کثرت طرق مفید او مقوي تمامیږي.دغه راز د شب برات تعلق له فروعاتو او فضائلو سره دی او په فضائلو کې چې کله صحیح حدیث نه وي، نو ضعیف حدیث هم په درې شرطونو سره قبلیږي: ۱ـ ضعف به یې شدید نه وي. ۲ـ د یو اصل صحیح او ثابت لاندې به داخل وي. ۳ـ د عمل پر مهال به د ثبوت عقیده نه ساتي بلکې داحتیاط نظریه به لري.د شب برات احادیث هم په حلال او حرام پورې اړه نه لري، بلکې تر موعظې او فضیلت پورې تړاو لري، لهذا دلته ضعیف حدیث هم مقبول دی او په فضائلو کې د ضعیف حدیث اړوند تساهل کول د سلفو علماوو مسلک دی، لکه امام عبد الرحمن بن مهدي به ویل: چې کله موږ ته له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په احکامو، حلالو او حرامو کې روایت راورسیږي، نو بیا سختي کوو او راویان یې غورچاڼ کوو خو که په فضائلو کې حدیث راته راورسیږي نو بیا تساهل کوو. (المستدرک للحاکم)دغه راز د مذاهب اربعه تر منځ اتفاق دی په دې، چې د شعبان پنځلسم شپه کې عبادت کول مستحب عمل دی او په همدې باندې د امت توارث او تواتر عملي هم دی، علامه عبد الحي لکنوي رحمه الله په خپل کتاب «الاجوبة الفاضلة للأسئلة العشرة الکاملة» کې تواتر عملي د صحت حدیث نښه بللې ده، یعنې که کوم حدیث ضعیف وي (خو په سند کې کذاب، وضاع او متهم بالکذب والوضع راوي نه وي) او امت یې په اجتماعي ډول عملا قبول کړي او عمل ورباندې شروع کړي دغه عملي اجتماعي قبولیت د حدیث ضعف له منځه وړي او په دې باندې یې د ګڼو علماوو تصریحات رانقل کړي دي. والله اعلمد شعبان د پنځلسمې ورځې د روژې اړوند فقط یو حدیث راغلی دی چې هغه شدید ضعیف دی ځکه سند کې یې داسې راوي دی چې بعضې محدثینو په وضع او کذب متهم کړی دی له همدې امله ددې حدیث له مخې د پنځلسم روژې نیولو حکم نه سهي کیږي البته له دوه نورو جهتونو دغه روژه نیول سنت ده:۱ـ له دې امله چې دا روژه په ایام بیض کې راځي او د ایام بیض روژو مسنونیت په صحیح حدیث ثابت دی.۲ـ له دې امله چې رسول کریم علیه السلام د ټول شعبان روژې نیولې دي او دا په صحیح حدیث ثابت دي او په ټول شعبان کې د پنځلسم روژه هم راځي.لهذا د دې دوه حیثیتونو له امله د شعبان پنځلسم روژه نیول سنت عمل دی. والله اعلمیادونه: هغه کسان چې الله تعالی ورته د شعبان په پنځلسم هم بښنه نه کوي:۱ـ مشرک. ۲ـ د مسلمان ناحق قتل کوونکي. ۳ـ زاني او زانیې ته. ۴ـ عاق الوالدین ته. ۵ـ مشاحن یعنې ناحقه له بل مسلمان سره دښمني او حسد کوونکي ته.فایده: زموږ مسلمانان وروڼه په دې شپه یو او بل ته مسیجونه او پیغامونه لیږي چې ما وبښئ تاسو ما د الله لپاره بښلي یاست دا ښه عمل دی باید ټول مسلمانان په دې شپه یو او بل له زړه نه وبښي او همدا له حدیث نه هم معلومیږي ځکه چې مشاحن او ناحقه حسد کوونکي ته الله تعالی بښنه نه کوي خو ددې لپاره یو اصل دی هغه دا چې چاته دې څنګه ضرر رسولی وي او په څه ډول دې رسولی وي په هغه ډول به بښنه ترې غواړې مثلا یو څوک دې په ډک مجلس کې شرمولی وي او د هغه عزت نفس دې مجروح کړی وي نو په ډک مجلس کې به بښنه ترې غواړې پټه بښنه فایده نه کوي دغه راز د چا حق دې تلف کړی وي یا د چا حق درباندې وي نو د هغه حق باید ورکړی شي او ورسره بښنه هم ترې وغوښتل شي. هلم جرا