حوت 15, 1402 19:59 Asia/Kabul
  • د غوره کورنۍ او ښې ښځې د لرلو لپاره ۳۰ اسلامي سپارښتنې

ژباړه او زیاتونه: انجنیر جوادالله (جاهد)

لومړۍ سپارښتنه: غوره او پر ځای ټاکنه!

پخوانیو ویلي: د یو کس غوره انتخاب د هغه نیمايي عقل او فکر دی.

ګران ورور او ګرانې خورې! که موږ هر یو د یو څه د خوراک تصمیم ونیسو تر ټولو غوره خوراک انتخابوو او دې ته تیار یو چې یاد خوراک ترلاسه کړو. کله چې غواړو د ځان لپاره ټلېفون وپېرو د هغه ښکلا او لوړو ځانګړتیاوو ته څومره ډېر پام کوو او دې ته تیار یو چې د خپلې خوښې ټلېفون د ښار په تر ټولو قېمتي پلورنځي کې پیدا کړو، دغه راز هر مال چې وغواړو د ځان لپاره وپېرو تر ټولو غوره یې ټاکو.

زه له تاسو پوښتنه کوم، ولې مو دغه ټوله انرژي، شوق او لېوالتیا د خپلې مېرمنې او د ژوند د ملګرې [ستاسو د اولاد ښوونکې او د ټول عمر د شریکې] په انتخاب کې نه مصرفوئ؟

ولې ځينې پلرونه د خپلو لوڼو لپاره د ښه او مناسب مېړه (خاوند) په ټاکلو کې لټي کوي؟ د اسلام مبارک دین تل د ښې او غوره کورنۍ په جوړېدو ټينګار کړی او دغه کار هغه مهال په خپل ژوند کې عملي کولای شو چې دواړه لوري (ښځه او خاوند) د خپل ژوند د ملګري په ټاکلو کې احتیاط وکړي.

د بشریت ستر لارښوود حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) د ښځې د ښکلا په اړه داسې فرمایلي دي: «فاظفر بذات الدین۱» رواه البخاری و المسلمیعنې ((د خپل ځان بریالیتوب او خوښي (د ګډ ژوند په مسیر کې) یوازې په دینداره او مؤمنو ښځو کې ولټوه.))او په دې اړه چې ښځې د خپل ګډ ژوند لپاره څه ډول خاوندان (مېړونه) انتخاب کړي یې داسې فرمایلي دي: ((اذا اتاکم من ترضون دینه و خلقه فزوجوه۱)) رواه الترمذي

یعنې ((که څوک تاسو ته ستاسو د لور، خور او یا هغه چا لپاره چې ستاسو تر ولایت لاندې دي د خواستګارۍ لپاره راشي او تاسو یې له دیندارۍ او اخلاقو څخه راضي یاست، نو له ځنډ پرته یې د زوم په صفت قبول کړئ.))

په دغه حدیث شریف کې د خاوند (مېړه) لپاره مهم پیغامونه موجود دي چې په لاندې ډول یې تشرېح کوو.

هر کله چې د خپلې کورنۍ د جوړښت لپاره د نجلۍ په لټه کې شوې هڅه وکړه په نجلۍ کې لاندې ځانګړتیاوې (صفتونه) پیداکړې!

• د لمانځه پانده وي.

• د اسلامي حجاب پابنده وي.

• په کورنۍ کې یې اسلامي اخلاق او انساني چلند حاکم وي، ځکه د نجلۍ د کور د محیط (فضا) څرنګوالی (ښه او غوره فضا) د هغې پر رواني حالت اغېز کوي.

• مور یې د نفس په پاکۍ (پاک لمنۍ) او ښه تربیه مشهوره وي.

• د نجلۍ کورنۍ ته د خپلو خویندو (خواستګارانو) له لېږلو وروسته د هغه په اړه ډېر او غوره معلومات ترلاسه کړه.

• متوجه اوسه هغه نجلۍ چې ته یې د ګډ ژوند لپاره انتخابوې پر نفساني ناروغیو لکه کینه، بد اخلاقي، دروغو او دوکه نه وي اخته، د نجلۍ دغه صفتونه تاسو کولای شئ د هغه خویندو په وسیله معلوم کړئ چې تاسو یې د نجلۍ کور ته د خواستګارۍ لپاره لېږئ.

• زما په نظر هر کله چې له یو کس سره د واده تصمیم ونیسئ غوره داده چې هغه ته د نکاح غوښتنې پر مهال د (رویبارانو) په وسیله خپلې ټولې ځانګړتیاوې او هغه صفتونه چې تاسو یې خوښوئ، څه ډول فکر لرئ، څومره زده کړې مو کړې، په خپل ژوند او کورنیو چارو کې مو کوم موارد خوښ دي او له کومو شیانو کرکه لرئ، په لنډ ډول روښانه کړئ دغه کار به ډېر ګټور درته تمام شي.

ښايي ځینې کسان دغه نظر ډېر نااشنا وګڼي خو زه له باتحربه کسانو سره تر مشورو وروسته دې نتیجې ته ورسېدم چې د ګډ ژوند له پیل لږ موده وروسته د ښځې او خاوند ترمنځ د طلاق او جداوالي ډېر عوامل او سببونه په بشپړ ډول د یو او بل نه پېژندل دي. ځکه ډېری نجونې او هلکان د واده تصمیم په بېړه او ناڅاپي ډول نیسي او په غالب ګومان د یو او بل د اقتصادي وضعیت او ورځینو کارونو او پروګرامونو په اړه سم معلومات نه لري، همدا لامل دی چې له واده وروسته د یو او بل د توپیرونو او مخالفتونو د تحمل توان نه لري.

ډېر کم داسې پېښېږي چې یو هلک یا نجلۍ له واده مخکې خواستګارانو ته د ځان ټولې ځانګړتیاوې او صفتونه روښانه کړي او له ګډ ژوند مخکې د ځان په اړه لازم معلومات هغه ته ووايي. داسې ډېر کم موارد رامنځته کېږي چې نجلۍ یا هلک د خواستګارانو په وسیله د خپلو زده کړو د کچې، کاروبار او … په اړه هغوی ته معلومات ورکړي او دا په ډاګه کړي چې په ژوند کې یې کوم کارونه خوښېږي او له کومو کارونو یې کرکه کېږي. یا نور داسې معلومات چې د مقابل لوري د هو او یا نه ځواب د ترلاسه کولو لپاره یې د ځان په اړه ووايي. ۱

دغه راز د نجونو لپاره هم داسې پیغامونه شته چې له واده مخکې باید ورته متوجه وي.

• د خپل ګډ ژوند لپاره داسې کس انتخاب کړئ چې د لمانځه او عبادت پابند وي. دغه معلومات کولای شئ له داسې کسانو څخه چې له هغه سره ناسته ولاړه لري او په ورځنیو چارو کې ورسره یو ځای وي، یا د هغه مدرسې یا پوهنتون څخه چې هغه په کې زده کړې کوي او یا د یاد کس له کلیوالو ترلاسه کړئ.

• خاوند باید داسې اخلاق ولري چې د ښه ژوند د ترسره کولو، غوره او نېکمرغه کورنۍ د جوړولو په برخه کې مثبت تاثیر ولري.

• دا لازمه نه ده چې د نجلۍ مېړه باید حتمن د هغې د دوستانو یا ګاونډیانو له ډلې وي، بلکې په دې برخه کې د یاد کس دینداري او اخلاق د توجې وړ دي.

• ګرانه پلاره! د خاوند د کسب او کار درلودل ستا د لور په نېکمرغۍ کې مهم او اساسي رول لري چې وکولای شي له ارامۍ په ډک محیط کې ورسره ژوند وکړي. دا مهمه نه ده چې مېړه (خاوند) باید ډېره پانګه او شتمني ولري بلکې مهمه داده چې د ژوند کچه یې متوسطه وي او له خپلې ښځې سره د ستونزو پر مهال مرسته وکړای شي څو ستا لور د داسې یو کس سره د نکاح په قید کې ګیر نه شي چې لسګونه زره پوروړی وي او کورنۍ یې له ارام ژوند څخه بې برخه کړي.

• په دې اړه یو مهم ټکی چې دلته یې باید یادونه وشي دادی، هغه ځوان چې د ګډ ژوند لپاره انتخابېږي باید پر نشه يي توکو روږدی نه وي، ډېری پلرونه په دې برخه کې لټي کوي، د روغو او داسې کسانو پېژندو ته توجه نه کوي چې پر نشه يي توکو روږدي وي او خپلې لورانې په نکاح ورکوي چې د پلرونو دغه کار د خپلو لوڼو په حق کې نه بښونکی ظلم او لویه جفا ده. په ډېرو ځایونو کې داسې شوي چې نجونې له واده وروسته په دې پوهې شوې چې خاوند یې پر نشه يي توکو روږدی دی او ان یو شمېر نجونې له حاملګۍ وروسته په دې پوهې شوې چې خاوند یې پر یاده بلا (نشه)‌ ککړ دی. نجونې هغه مهال حیرانې پاتې کېږي چې څه وکړي؟ ایا له یو او بل څخه جلا شي او که د خپل ژوند تر پایه دې بدبختیو او دوزخ ته غاړه کېږي؟ ایا په دې پوهېږئ چې د هغه ماشوم برخلیک به څه وي چې له معتاد پلار څخه د مور په رحم کې دی؟! داسې ښځې هم شته چې مېړونو یې شراب څښلي او د نشې پر مهال یې خپلې ښځې وژلې دي. که په دې اړه کیسه وکړو ښايي پای به ونه لري. خو درد دادی چې پلرونه به څه وخت دغه حقیقت درک کړې؟ څه وخت به تصمیم ونیسي چې د لوڼو له ورکولو مخکې هغه کسان وپېژني چې پر نشه يي توکو روږدي دي؟

ګرانه پلاره! که د خپلې لور لپاره دې صالح او ښه ځوان انتخاب کړ نو په حقیقت کې دې تازه نېک او وړ کس په زوی واله انتخاب کړی دی! که د زوی لپاره دې دینداره او ښه نجلۍ انتخاب کړه په حقیقت کې دې نېکه او مناسبه لور په لوروالۍ انتخاب کړې ده! او دا هغه غوره او ښایسته احساس دی چې په ژوند کې دې خوښۍ انځور جوړوي او د پخوا په پرتله دې خوښې څو برابره ډېروي.