د تقوا معیار
یو ځل امام احمد بن حنبل رحمه الله ته یوه ښځه راغله او ورته یې وویل:
اې ابا عبدالله! زه یوه داسې ښځه یم، چې د وړیو، پومبو او د کتان څخه تارونه اوبدم، تر څو جامې ترې جوړې کړم، دا کار د بادشاه د عسکرو د څراغونو هغې رڼا ته کوم، چې هلته په ما باندې تیریږي.
ایا زما لپاره د دې څراغونو رڼا ته د تارونو اوبدل روا دي او کنه؟
نو وایي چې امام احمد بن حنبل وژړل او ورته یې وویل: ته څوک یې؟
هغې ورته وویل: زه د بشر الخافي خور یم.
نو ده ورته وویل: ستاسو له کور څخه به یو صادق او تقوا داره شخص را ووځي؛ نو ته دې رڼا ته تارونه مه اوبده.
وایي امام احمد بن حنبل د دې ښځې دې ژور سوال او ویرې ته سخت ډیر وژل، ځکه دي نه غوښتل، چې د حرامو په شبهه کې واقع شي، ځکه چې د تقوا درې مرتبې دي: له حرامو ځان ساتل، له شبهاتو ځان ساتل، ځینې هغه مباح کارونه پریښودل، چې په هغه کې دا ویره وي، چې انسان په شبهه کې واقع نشي.
عجیبه ده! دوی د څه ډول ایمان خاوندان وو او موږ په څه ډول حالت کې ژوند کوو.