دلو 30, 1402 14:15 Asia/Kabul
  • اسلام منافقت دوه قسمونو ته تقسیموي

د اسلام منافقت څه شی؟

۱ـ

اعتقادي منافقت: دا هغه لوی منافقت دی، چې صاحب یې اسلام ښکاره کوي او کفر پټ ساتي، دا ډول منافقت انسان د اسلام له دائرې څخه وباسي او د جنهم په الدرک الاسفل کې یې داخلوي، لکه په قران کریم کې دي چې:

{إِنَّ الْمُنَافِقِينَ فِي الدَّرْكِ الأَسْفَلِ مِنَ النَّارِ وَلَن تَجِدَ لَهُمْ نَصِيرًا} [سُوۡرَةُ النِّسَاء:145]

ژباړه: باور ولرئ چي منافقان به د دوږخ تر ټولو لاندینۍ طبقې ته لاړ شي او ته به هیڅوك د هغوى مرستندوى ونه مومې.

همدا شان قران کریم فرمایي:

{يُخَادِعُونَ اللّهَ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَمَا يَخْدَعُونَ إِلاَّ أَنفُسَهُم وَمَا يَشْعُرُونَ} [سُوۡرَةُ البَقَرَة:9]

ژباړه: هغوی له الله او مؤمنانو سره ټګي کوي، خو په اصل کښي په خپله خپل ځانونه غولوي او له هغو سره ددې شعور نشته.

پدې ډول منافقت باندې په اسلامي تاریخ کې عبد الله بن أبي بن سلول شهرت لري.

۲ـ عملي منافقت: دا هغه وړوکی منافقت دی، چې یو انسان د منافقانو اعمال کوي، سره لدې چې په زړه کې به یې ایمان هم موجود وي، دا ډول منافقت انسان د اسلام له دائرې څخه نه وباسي، د انسان په زړه کې چې ایمان او منافقت دواړه وي، کله چې د ده منافقت زیات شي؛ نو د دې په سبب سره دی خالص منافق جوړیږي، لکه رسول الله علیه السلام چې فرمایي: څلور داسې خویونه دي، چې که په یو چا کې جمع شي؛ نو خالص منافق جوړیږي او که په یو چا کې لدې خویونو څخه یو خوی پیدا شي؛ نو په ده کې د منافقت خوی پیدا شو، تر دې چې هغه پریږدي، هغه څلور خویونه دادي: په امانت کې خیانت کول، په خبرو کې دروغ ویل، په وعده وفا نه کول، کله چې جګړه کوي؛ نو کنځل کوي.

په کوم کس کې چې دا خویونه جمع شي؛ نو هغه سوچه منافق ګرځي او که په چا کې لدې خویونو څخه یو خوی پیدا شي؛ نو په ده کې د منافقت خوی پیدا شو.

د منافقینو ځینې هغه کارونه چې دوی یې ترسره کوي:

په ژبو هغه څه وایي چې په زړونو کې یې نه وي.
دوی مؤمنانو ته دوکه ورکوي.
په خپلو خبرو او کارونو سره په زمکه کې فساد کوي.
په مؤمنانو پورې خاندی کوي.
د خپلو جرمونو د پټولو په خاطر په دروغه قسمونه خوري.
له کافرانو سره دوستي کوي او د مؤمنانو په وړاندې د دوی مرسته کوي.
د مؤمنانو د توهین او ښویدنې عملونه ترسره کوي.
د مسلمانانو په وړاندې دسیسې جوړوي او پدې کې برخه اخلي، تاریخ له دا ډول پیښو ډک دی، چې په هغه کې د منافقانو د اسلامي امت په وړاندې دسیسي ثابتوي.
د الله تعالی او د هغه د رسول په احکامو فیصله نه کوي

د منافقت علاج

تر ټولو لوی هغه څه چې زړه د منافقت څخه پاکولای شي، هغه د الله تعالی په پټه عبادت کول دي، چې له الله تعالی پرته بل چا ته ښکاره نه شي، ځکه ابو موسی الاشعري رضی الله عنه فرمایي«منافق داسې لمونځ نه کوي، چې له الله تعالی پرته یې بل څوک ونه ویني».