د ایمان خوند او لذت
دلو 30, 1402 14:11 Asia/Kabul
د حضرت انس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دی چي رسول اکرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: دری عادته دي چې په کوم چاکې موجود سي نو هغه به خوند او لذت د ايمان ومومي:
① الله او د الله رسول تر بل هر چا ورباندې ګران وي.
② او د چاسره چې محبت کوي ،محبت يې د هيڅ شي لپاره نه وي بلکې تنها د الله لپاره وي (دنيوي غرض پکې نلري)
③ او کفر ته د را ګرځيدلو څخه يې داسې بد کيږي لکه په اورکې د غورځولو څخه چې يې بد کيږي.
عَنْ أَنَسٍ ، عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : ثَلاَثٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ وَجَدَ حَلاَوَةَ الإِيمَانِ أَنْ يَكُونَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِمَّا سِوَاهُمَا ، وَأَنْ يُحِبَّ الْمَرْءَ لاَ يُحِبُّهُ إِلاَّ لِلَّهِ ، وَأَنْ يَكْرَهَ أَنْ يَعُودَ فِي الْكُفْرِ كَمَا يَكْرَهُ أَنْ يُقْذَفَ فِي النَّارِ.
`[صحيح البخاري