ښځه د اسلام له نظره
ښځه د اسلام له نظره یعنې څه؟ که غواړئ پوه شئ لاندې څو ټکي ولولئ
١ – د یوې حاملي ښځې دوه رکعته لمونځ د یوې عادي ښځې تر اتیا رکعته لمونځ غوره دی.٢
– هر هغه مېرمن چې خپل اولاد ته شیدې ورکوي، الله ج د هر څاڅکي په بدل کې یوه نیکي ورکوي.
٣– هغه مېرمن چې د خپل بچي د ژړا له کبله ټوله شپه نه بیده کیږي، الله ج هغې ته د (۲۰) غلامانو د ازادولو ثواب ورکوي.
٤– هغه ښځه چې د خپل بچي د ناروغۍ او د هغې د ارامولو له کبله نه بیده کیږي، الله ج د هغې ټول ګناهونه بخښي او دې ته د (۱۲) کلونو قبول شوي عبادت ثواب ورکوي.
٥– هغه مېرمن چې حامله وي شپې یې په عبادت او ورځې یې په روژه کې شمېرل کیږي.
٦– کله چې ښځه اولاد زیږوي الله ج هغې ته د اویا کلونو لمونځونو او روژو ثواب ورکوي او کله چې اولاد نړۍ ته راځي، کوم درد او تکلیف چې تحمل کوي د هر رګ د درد په بدل کې الله ج د یوه حج ثواب ورکوي.
۷– هغه ښځه چې اولاد وزیږوي او تر (۴۰) ورځو دمخه مړه سي، د شهادت درجې ته رسیږي.
۸– کله چې د شپې ماشوم ژاړي او مور یې پرته له دې چې هغې ته ښېرا وکړي، شیدې ورکوي الله ج هغې ته د یوکال لمانځه او روژې ثواب ور کوي.
٩– کله چې یوه ښځه ماشوم ته شیدې ورکوي، د ماشوم له مړېدو څخه وروسته یوه فرشته د اسمان څخه اواز کوي چې ای ښځې الله ج تالره جنت واجب کړ.
١٠ – هغه ښځه چې مېړه ورڅخه خوښ(راضي) وي او مړه سي، جنت د هغې لپاره واجب سو.
١١ – نېک عمله ښځه له میړه څخه دمخه جنت ته ننوځي او د هغې ښایست به د حورو اویا برابره کیږي.
١٢ – کله چې ښځه د مېړه د ویلو پرته د هغې لاس او پښې چاپي او وموښي، هغې ته د (۷) طولو سرو زرو د صدقې ثواب ورکول کیږي او که د هغې څخه دا غوښتنه وسي نو د (۷) طولو سپینو زرو ثواب ورکول کیږي.
١٣ – که څوک خپل مېړه ته یوه دیني مسله ورزده کړي هغې ته د اتیا کلونو د عبادت ثواب ورکول کیږي.
١٤ – یوه نېک عمله ښځه د الله ج تر اتیا ولیانو غوره ده.
١٥ – هره ښځه چې د الله ج د نوم په یادولو(ذکر) جارو وهي الله ج هغې ته د بیت الله شریفې د جارو کولو ثواب ورکوي.
١٦ – هغه ښځه چې په بسم الله سره اوړه خمیره کړي الله ج یې په رزق کې برکت اچوي.
١٧ – هغه ښځه چې په بسم الله سره غوا، مېږه او…. ولوشي هغه حیوان د دې لپاره د بخښنې دعا کوي.نورو معلوماتو ته ریکویست وکړئ