جدی 28, 1402 12:35 Asia/Kabul
  • د بازار موندنې مبارزه  څومره مهمه ده؟!

لیکنه: حسان مجاهد

رسولﷺ چې له مشرکینو سره د سولې تړون لاسليكاوه، حضرت علي (کرم الله وجهه) ته وویل: وليکه”دا تړون د محمدرسولﷺ لخوا….” کفارو وویل: له خپل نوم سره به (رسول الله) نه ليکې؛ ځکه که موږ چيري ستا رسالت مانه، بيا دا جګړې ته څه اړتيا وه، رسولﷺ حضرت علي رض ته وویل: (رسول الله) ترې ایسته کړه! د اسلام دغه ستر مبارز وویل: والله که يې ایسته کړم! بيا رسولﷺ خپله قلم واخیست او د(رسول الله) لفظ يې ترې ایسته کړ.يهودو رسولﷺ ته د (السلام عليکم)پر ځای(السام عليکم) وویل چې معنا یې “پر تاسو دي مرګ وي” حضرت عائشې (رضي الله عنها) سمدستي ور غبرګه کړه(وعليکم السام ولعنة الله) پر تاسو دي مرګ او لعنت دواړه وي.عقبه بن ابي معیط چې کله د رسولﷺ په مبارک جسد د اوښې پریوان هغه مهال وغورځاوه چې دی مبارک الله تعالی ته په سجده پروت و، دجنتي ښځو سرداره فاطمه رضي الله عنها په منډه راغله هغه پریوان يې ترې ایسته کړ او کفارو ته يې سختې خبرې وکړې.حسان بن ثابت رض وویل: زه به د شعر په ژبه قريش وغندم، رسولﷺ وویل: خو زه هم قريشي یم؟ حسان وویل: ستا خاندان(کورنۍ) به له شعر څخه په داسي مهارت را جلا کړم لکه ويښته چې له اوړو څخه را ويستل شي.داحد په غزا کې چې شيطان غږ کړ”محمد ﷺ ووژل شو” ابوسفیان غږ کړ: محمد شته؟ أبوبکر شته؟ رسول اللهﷺ وویل: ځواب مه ورکوئ، بيا يې غږ کړ: عمر شته؟ رسول الله ﷺ وویل ځواب مه ورکوئ خو عمر رضی الله عنه بې تابه شو او ویې ویل ای د خدای دښمنه! موږ ټول ژوندي یو!

د حدیبې په صلح کې د کفارو لخوا یو استازی راغی او د خبرو کولو پرمهال يې د رسولﷺ ږيرې ته لاس کړ(لکه دا چې د هغه وخت يو دود و) یو صحابي چې درسولﷺ سر ته مجهز ولاړ دی، د جنګ خول يې په سر دی او څوک يې نه پيژني؛ دغه کافر ته يې وويل: دا نجس لاس دي د رسولﷺ له مبارکې ږيرې څخه ايسته کړه! کافر وپوښتل دا څوک دی؟ خلګو وویل: دا ستا وراره مغيره بن شعبه رض دی. دا د تبليغاتي مبارزې یو څو مثالونه وو.دحق او باطل تر منځ مبارزه بېلابېل اړخونه او ډګرونه لري، چې یو له مهمو ډګرونو څخه تبليغاتي ډګر دی، په دې ډګر کې یو لوری کولای شي د مخالف لوري په عقيده او فکر کار وکړي او ورو ورو يې خپل فکر او منهج ته را واړوي، له دې امله باطل پرستان له هغه حق پرسته فرهنګي کسانو ډيره ویره احساسوي چې په تبليغاتي ډګر کې د اسلامي امت رهبري کوي او د باطل پر وړاندي مبارزه کوي، دوی یې د له منځه وړلو هڅه کوي، د رسنيز فعالیت مخه يې نيسي، د هرې خبرې په بدل کې یې برخورد ښيي او ژوند يې له محدویت سره مخ کوي.د ټولنیزو رسنیو فعالانو ته ښه معلومه ده چې په نن عصر کې رسنۍ د فکري جګړې یوه اهمه وسیله ګرځيدلې ده، د کفارو او ملحدينو لخوا د اسلامي امت په ځانګړې توګه د ښځو او ځوان نسل بې لاريتوب ته پوره کوشش روان دی، په اسلام، قرآنکریم، رسولﷺ او اسلامي ارزښتونو ردونه کیږي، مسلمانانو ته په دین کې شکوک پيدا کيږي، اسلام د سخت دریځۍ دین معرفي کیږي، په اسلامي نظام د خلګو د بې باورۍ هڅه کیږي، دا کار د پراخو مالي لګښتونو پر مټ روان دی، هر یو کس یې په مختلفو ادرسونو فعالیت کوي او هر ادرس يې په میلیونونو کسانو اتباع او څارونکي لري چې دا نو د اسلامي امت د فکري بې لاريتوب ته خورا لوی کار کوي.دا يو څرګند حقیقت دی چې د مؤمن غفلت او د کافر ويښتيا او فعاليت اسلام ته ډیر زیان اړوي، موږ ته لازمه ده چې د صحابه کرامو په څېر تبليغاتي مبارزه وکړو، په اسلام، پيغمبر او قرآنکریم باندي چې هر نقد(نیوکه)کیږي موږ باید ونه وايو چې په دې سره خو نقد کونکی کافر شو او له کافرانو څه ګیله ده؟ د نقد کونکي کفر ته بايد ونه ګورو، دې ته باید وګورو چې نقد يې په ساده ذهنه مسلمانانو څومره لوی اغېز وکړ او شاید د کافر دغه نقد سبا د مسلمان د کفر سبب شي.رسنيز وسائل موږ هم لرو، باطل پلويان يې هم لري خو دوی یو ډول فعالیت کوي او موږ بل ډول، دا رسنيز وسائل دي چې نن يې عام ځوانان څه، چې اکثره دیني عالمان او زدکونکي له هدفه را وګرځول او په ځای ددې چې له حق دفاع وکړي، په حق کې د شک پیداکونکو ښکار شو.نن له يو داسي حال سره مخ شوي یو چې ماښام يو څوک کور ته په داسي حال کې دننه شي چې له اسلامي نظامه پوره خوښ وي، خو سبا په داسي حال کې له کوره را وزي چې په نظام پوره بې باوره او په خلاف يې ښه چارج شوی وي، داشان يو څوک ماښام کورته مسلمان ننوزي خو سبا ته د الحاد او معاصر جاهليت ښکار شوی وي او له کوره کافر را وزي؛ آيا په نظام کې لوړ رتبه او واکمن کسان خبر دي چې زما ملت په کورنو کې څه ګوري او د غربي رسنیو په نتیجه کېورځ په ورځ د ګمراهۍ په لور روان دي که د حق په لور؟!نن که کفارو له اسلامي خاورې خپلې پښې سپکې کړي دي، په فکري لحاظ اوس هم زموږ په مسلمان ملت باندي پوره تسلط لري او تر څار لاندي يې ساتي.اسلامي حکومت مسؤل دى چې د تبليغاتي مبارزې وسائل عام کړي، په هیواد کې د نورو پروژو تر څنګ په تبليغاتي ډګر هم پراخ لګښتونه وکړي، تبليغاتي مبارزې ته ځوانان وروزي او فعالو مبارزینو ته د ژوند ضروریات برابر کړي، رسول اللهﷺ د خپل عصر هر شاعر او مبارز هڅولی ده او حضرت حسان رض ته يې د کفارو پر ضد د شعر ويلو پرمهال منبر برابر کړی دی.