د دیني زدکړو د نظام د اصلاح او عصري کولو اړتیا
لیکنه : میشتاق رحیم
تیره اونۍ مې په طلوع نیوز د ښونې سرپرست وزیر خبرې د کابل امام ابو حنیفه مدرسې په فراغت غونډه کې واوریدې چې وايي د دیني زدکړو معیار خورا ټیټ شوی او دغه معیار لوړول غواړي.
د سرپرست وزیر خبرې ظاهراً داسې وې چې ګوندې د دوی د زدکړو پیر سره په پرتله د دیني زدکړو معیار ټیټ شوی. خو حقیقت دا دی چې د دیني زدکړو معیار په ټوله کې د سویلي آسیا په کچه ټیټ دی او که د زدکړو اړوند مذهبي،مسلکي اړخ ورسره یوځای شي نو ستونزه کابو د ټولې اسلامي نړۍ ده.
دیني زدکړو نظام چې د دیني زدکړو مرکزونو (چې مونږ یې مدرسه بولو) د تعلیمي چوکاټ په اډانه کې پلي کیږي د پیداګوژي له اړخه څو سوه کاله پخوانی دی او په دې برخه کې هیڅ نوښت او په څیړنو ولاړ بدلون نه دی راغلی. د څیړنو خبره کوو، څیړنه، مسایلو ته له بیلا بیلو زایو کتل او د آزادې څیړنې تصور د دیني زدکړو په تعلیمي نصاب کې نشت سره برابر دی. زدکړې اوس هم واوره او حفظ کړه په ترتیب روانې دي. د لیکلو خو دا حال دی چې د سترو دیني-علمي القابو خاوندان د دې وړتیا نه لري چې لیکل وکړي، حتی املاء لیکل ورته ستونزمن دي. Rote Learning یا د درس د حفظ لپاره تکرارول اوس د نړۍ وروسته پاتې تعلیمي نظامونو کې ځای نه لري خو د مدرسې د زدکړو اساس همدا دی. د علمي آثارو په برخه کې هم ټوله تکیه په سلګونو کلونو پخوانیو آثارو ده!
څه موده مخکې مې د شیخ یاسر قاضي د عصري علومو او دیني علومو د زدکړو په نظام باندې یوه پرتلیزه وینا اوریده. شیخ وايي چې مدینه پوهنتون کې په زدکړو بوخت وم، د یو محصل په اړه ګونګوسه شوه چې سلفیت باندې باور نه لري، ورو ورو پلټنه ورپسې پیل شوه او سره له دې چې دوه سیمستره زدکړې یې کړې وې له پوهنتون وشړل شو. په بله اصطلاح دیني مدرسې ته د تګ معیار د دغه مدرسې فکري مکتب پورې ځان عقیدتي کچې پورې تړل دي. که سلفي یې نو سلفي مدرسې ته به ځې، او که حنفي یې نو حنفي ته. که د تقدس تر کچې د مدرسې فکري مکتب سره تړاو نه لرې نو ځای پکې نه لرې. بیا د زدکړو په لړ کې هم ټول بحث او تمرکز په دې وي چې نورو مکتبونو په مقابل کې د دلایلو کڅوړه دې څومره پیاوړې ده. د شیعه تعلیمي نصاب او سني نصاب اختلاف خو نو بیخي پریږده. دا په داسې حال کې ده چې په لبرل ډیموکراټه امریکا کې د کمیونیزم تر ټولو ډیر استادان دي، عالمان دي او دلته کار کوي او علمي تولید هم لري. د انګلستان حال هم څه همداسې دی. یعني فکري تنوع، متضادو لیدونو ته په ګډه کار کولو او د یو بل سره د بحث او مباحثې میدان پوره برابر دی.
اوس د اسلامي ټولنې ستونزې وګورئ. د اسلام سیاسي فقه نه شتون سره برابره ده. هغه څه چې اخوان المسلمین تولید کړي، که څه هم اخوانیان به یې راسره ونه مني، تر ډیره د یو شخص یا د یوې ډلګۍ د دین څخه د شخصي برداشت تولید دی. خو زما په اند، آن که دغه تولید سره اختلاف هم وي، کم ترکمه یو څه خو یې تولید کړي. یو لږ څه جمال الدین افغان او د عبده بحثونه دي چې هغه هم پیړۍ یوه نیمه زاړه دي.
که په ټوله کې وکتل شي، مونږ د اسلامي ټولنې لپاره د سیاسي، اقتصادي او د عصر لپاره آن اجتماعي فقې فقر سره مخامخ یوو. همدا لامل دی چې اسلامي نړۍ یو رنګ ګډوډۍ سره مخامخ ده. د حلال حرام بحث، نړۍ سره د تعامل بحث، اقتصاد او مالیاتي نظام په اړه مسایل، د حکومتولۍ د بڼې بحثونه، او داسې نور ټول بې شمیره موضوعګانې پوښتنو سره مخ دي خو د ځواب موندلو مراجع بیا نشت سره برابر دي. بله خوا که الازهر په شان علمي بنسټونه شته نو د مدرسې فارغ هغه نه مني، د شرعیاتو پوهنځی او مدرسه سره په لار نه ځي، د زیړو پاڼو او سپینو پاڼو ترمنځ جوړ جاړی نشته. سویلي آسیا د درس نظامي له پیړۍ ډیر زوړ پخواني سیسټم کې ګیره ده.
نه پوهیږم چې څوک به د دیني زدکړو د نظام ریفورم ته کار وکړي؟ له کومه به دا کار پیل شي؟ طبعاً چې د یو مرجع کار به ټولو ته د منلو وړ هم نه وي، خو کم تر کمه دا بحث خو باید پیل شي. د اوسني نظام فرسودګي او زړښت خو باید را برسیره شي. د زدکړو ریفورم، د پیداګوژي په برخه کې نوې لارې چارې لټول اوس په یو پراخ علم بدل شوی دی، او دا دومداره بهیر دی چې نړۍ بیلا بیلې برخې هره ورځ په دې تکل کې دي چې ښه والي خوا ته لاړ شي. خو بله خوا بیا مونږ یو چې په ځای ولاړ یوو.