د غربيانو کرکې او د افغانانو هېلې!
لیکوال: ميا هدايت الله محمدی
څو ورځې وړاندې د امريکائي رسنيو د يو خبر له مخې په نيويارک کې يو سک چه اسامه بن لادن ته ورته وو، د څو امريکائي ځوانانو له خوا ډېر سخت وډبول شو. دا ځکه چه هغه سک کومه ګناه او جرم نه درلود بلکې د هغه څېره د القاعدې رهبر اسامه بن لادن ته ورته وه، يوازينی جرم او ګناه يې دا وه چه پګړۍ او ږيره يې درلوده او په همدې جرم وډبول هم شو.نو دلته بعضي داسې پوښتنې راپورته کيږي چه آيا امريکا رښتنۍ امن غوښتونکي ده؟ آيا دوی په رښتيا د نړۍ خلکو ته يو ثبات اوسوله راوستونکي دي؟ آيا دوی د اسلام او مسلمانانو سره هيڅ قسم کرکه او عداوت نلري؟بلکې نه هيڅکله هم نه! دا ځکه د دوی فرد فرد په زړونو کې د اسلام او مسلمانانو سره کرکې تر داسې حده پورې رسيدلي دي چه حتی د ږيرې او پګړۍ واله ته هم د دښمن په سترګه ګوري.دا نن چه دوی کومه جګړه روانه کړې د دغې جګړۍ له پيله د وينو او نفرتونو بويونه تلل داسې نه ده چه ګوندې نن په نيويارک يو سک پدې وډبول شو، چه د هغه څېره اسامه ته ورته وه، بلکې په بار بار داسې بوږنونکي او دل خراشه ړانده کارونه د دغو وحشيانو لخوا شوي دي.د بيلګې په توګه څو اونۍ وړاندې په نيويارک کې د يو پادري لخوا د قرآن کريم سوځول او همداسې نور ډېر مثالونه شته، دا کارونه کول نه يوازې دا چه د ترهګريزې جګړې څخه توره پرده پورته کوي بلکې د دغو بدبختو د ذهنيت څخه هم دا څرګنديږي چه دا خلک څومره له اسلام او مسلمانانو سره په تضاد او ضد کې دي.او دوی هيڅکله هم د دې لپاره نه جنګيږي چه ګوندې په نړۍ کې امن راشي دوی صرف او صرف د اسلام او مسلمانانو په مقابل کې جنګيږي او نه غواړې چه مسلمانان په نړۍ کې ارامه ژوند وکړي. دوی صرف او صرف دا غواړې چه څنګه خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي، او څنګه اسلام او مسلمانان نړۍ ته داسې څرګند کړي چه ترهګري او تروريستي يوازې او يوازې د دوی تر سيمو پورې محدوده ده.په افغانستان کې چه کله د ملا عمر او اسامه خبره راپورته شوه امريکا ډېر داسې بې ګناه او عام وګړي په ډېره بې رحمۍ سره ووژل او بعضي هم تر اوسه پورې د غربيانو په تورو جيلونو کې د ژوند ترخې ورځې او شپې سبا کوي ډېر ځله داسې شوي چه عام ولس او بې ګناه خلکو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی. لکه څو اونۍ وړاندې چه د ( رولېنګ سټون ) مجلې داسې د بې ګناه او عامو افغانانو عکسونه خپاره کړل، چه هيڅ ګناه يې نه وه او په ډېره بې رحمۍ سره وژل شوي ؤ، چه وروسته له وژلو يې په سرونو د امريکائي ځواکونو لخوا مسخرې او لوبې هم شوې وې.د يوې خارجي خبريالې ( جين مکنزي ) له قوله چه ويلي وو، موږ له څو امريکائي عسکرو څخه چه تازه له جنګه راستانه شوي وو، پوښتنه وکړه چه څه مو وکړل يو تن يې په ډېر زړورتوب او جګ غږ وويل چه همدا اوس مو څو تنه ترهګر ووژل، له هغو څخه بيا پوښتنه وشوه چه څنګه پوه شوي چه دا خلک ترهګر دي نو په ځواب کې ورته وويل شو، چه خيرنې خيرنې جامې يې په تن وې بوټونه يې په پوښو ول او خړۍ خړۍ پګړۍ يې په سر وې.امريکائي ځواکونو په افغانستان او سيمې کې داسې بوږنونکي عملونو تر سره کړل چه اوس ترې خپله هم لاره ورکه ده چه څه وکړي د دې لامل يوازې او يوازې همدوی خپله دي، دوی په اسلامي نړۍ کې تل د نفرتونو تخمونه شيندلي دي او تل يې د مسلمانانو تر منځ د نفاق اورونه ته لمن وهلی ده او تل دا غواړې چه څنګه اسلام نړيوالو ته له وحشت او بربريت نه ډک دين ثابت کړي، دوی هيڅکله هم سولې ته رښتنې نه دي او هيڅکله به هم دا ونه وغواړي چه د مسلمانانو په سيمو کې ارامې راشي.بلکې دوی غواړي چه څنګه خپلو شومو اهدافو ته ورسيږي، که چېرې دغسې کرغېړن او بوږنونکي عملونو بيا بيا تکرار شي او اسلام ته دومره په سپکه سترګه وکتل شي لکه دوی چه ورته ګوري او يا هم د دوی دا ستراتيژي بدله نشي، نو نه يوازې دا چه دوه اړخيزه کرکې به راوپاروي بلکې ډېرې سترې غمېزې به هم له ځانه سره ولری، چه بيا به يې د حل کولو لاره چاره له ټولو څخه ورکه وي.