عقرب 03, 1402 11:46 Asia/Kabul
  • شل سترې قراني لارښوونې

حامد افغان

20 هغه قراني هدایات او لارښوونې چې پر هغو د عمل له برکته یوه ټولنه د دنیا او اخرت اعلی او ستر بریالیتوبونه ترلاسه کولی شي.

(1) له اجازې پرته د چا کور/کوټې ته مه ننوځئ. (سورة النور 27).

(2) پخپلو کې د قرض او پور معاملات او راکړې ورکړې؛ لیکئ. (سورة البقرة: 282).

(3) د چا ړوند تقلید مه کوئ یعني د چا بې دلیله خبره مه منئ. (170).

(4) كه ستاسي پوروړى تنګلاسى وي، نو تر لاس چلېدو پوري مهلت وركړئ. (سورة البقرة 280).

(5) سود مه خورئ. (سورة البقرة: 275).

(6) رشوت مه خورئ. (سورة البقرة188).

(7) وعدې پوره کوئ.(سورة البقرة: 177).

(8) پخپلو کې پر یوه بل اعتماد او باور وکړئ. (سورة البقرة).

(9) رښتیا او دروغ مه سره ګډوئ او حق مه پټوئ. (سورة البقرة: 42).

(10) د خلکو تر منځ د انصاف پرېکړه کوئ. (سورة النساء 58).

(11) له سپکو او پوچو خبرو ځانونه وژغورئ. (سورة ال عمران 159).

(12) غوسه وزغمئ. (سورة آل عمران 134).

(13) نورو سره ښېګڼه کوئ. (سورة البقرة: 195).

(14) له غرور او تکبر نه ځانونه وساتئ. (سورة الأعراف13).

(15) نورو ته د هغوی غلطۍ وبښئ. (سورة الأعراف).

(16) خلکو سره په نرمي خبرې کوئ. (سورة طه 44).

(17) خپل غږ ټیټ لره. (سورة لقمان: 19)

(18) په نورو پورې پوزخند مه کوئ. (سورة الحجرات: 11).

(19) د مور و پلار احترام کوئ او د هغو خبره منئ. (سورة الاسراء 23).

(20) د مور و پلار بې ادبي مه کوئ او د “اف” لفظ هم مه ورته وایئ.