د جنتي ښځو سرداره حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها
حضرت فاطمة الزهر رضى الله عنها تربعثت وړاندي زيږيدلي او دهجرت په دوهم كال حضرت علي رضى الله عنه ته ورواده شوه.
دحضرت فاطمې رضى الله عنها لپاره حضرت علي رضى الله عنه خپله زغره په 480 درهمه خرڅه كړه او هغه پيسې يې درسول الله صلى الله عليه وسلم حضورته راوړې رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت بلال رضى الله عنه ته امر وكړ تر خوشبويي راوړي بيا نكاح سره وتړله شوه .دواده په ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت فاطمې رضى الله عنها ته يو كټ ,يوه بستره ,يوڅادر ,دوه ميچني او يو مشك وركړل . تر واده وروسته حضرت علي رضى الله عنه او حضرت فاطمة الزهرا رضى الله عنها له نبوي حرم څخه دباندې په يوه ګوښه كوركې اوسيدل .دحضرت فاطمې رضى الله عنها پنځه ماشومان شوي : حسن ,حسين ,محسن ,ام كلثوم او زينب ,محسن په وړوكتوب كي وفات شو .دجنتي ښځو نوموړې سرداره دنهه ويشتو كلونو په عمر دهجرت په يوولسم كال دروژې په مياشت كې درسول الله صلى الله عليه وسلم تر وفات شپږ مياشتي وروسته وفات شوه .دحضرت فاطمې رضى الله عنها دوفات خبر رسول الله صلى الله عليه وسلم دخپل وفات په مهال داسي وركړى وو ((په ما پسي به ته ژرراشې)) . انالله وانا اليه راجعون .ابراهيم درسول الله صلى الله عليه وسلم وروستى زوى ابراهيم دى ,دهجرت په اتم كال د ذى الحجې په مياشت كې زيږيدلى ,حضرت ماريه قبطيه رضى الله عنها به په عاليه نومې ځای كې اوسيدله ابراهيم هم هلته زيږيدلى خلكو به وروسته هغه ځای د ( ابراهيم مشربه) بلله .په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې دابراهيم زيرى ابو رافع وكړ,په زيري كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته يو مريي وركړ .رسول الله صلى الله عليه وسلم په اوومه ورځ دابراهيم عقيقه وكړه ,دده دويښتانو په كچ سپين زر يې خيرات كړل ,او نوم يې ورباندي ابراهيم كيښود .دابراهيم لومړۍ دايه دحضرت ابو رافع ميرمن بي بي سلمى وه , بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم نوموړى ام سيف ته وسپاره چې دمدينې په شاو خوا كي اوسيدله , رسول الله صلى الله عليه وسلم به دام سيف كورته دابراهيم دليدو لپاره ورتلو ,هغه به يې په غيږ كي نيولو مينه به يې ورسره كوله او ښكلولوبه يې .ابراهيم دام سيف په كور كي وفات شو ,دوفات په مهال د دوو مياشتو او لسو ورځو وو ,دزنكدن په مهال يې رسول الله صلى الله عليه وسلم څنګ ته ناست وو ,دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , حضرت فضل بن عباس رضى الله عنه او حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه قبر ته ښكته كړ .اللهم اجعله لنا شافعا ومشفعا .