د مسلمان ټول ژوند خیر دئ
ليكنه: محمد نبي سلطاني
مسلمانه وروره! په هر ډول حالاتو کي له صبر او زغم څخه کار واخله، په خوښۍ او خفګان کي د الله جل جلاله حکم ته غاړه کښېږده، په تنګۍ او پراخۍ کي، سختۍ او نرمۍ، فقر او شتمنۍ کي پر الله جل جلاله ټینګ ایمان ولره او ورڅخه راضي اوسه؛ ځکه الله جل جأاله چي په تقدیر کي څه درته لیکلي وي هغه نه پر بله کيږي، ستا پر دغه تقدیر ایمان ستا د فلاح او بریا، د سمون او اصلاح، د دنیا او اخرت د کامیابۍ راز دئ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
وَعَنْ أبي يَحْيَى صُهَيْبِ بْنِ سِنَانٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله ﷺ: عَجَباً لأمْرِ الْمُؤْمِنِ إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ لَهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَلِكَ لأِحَدٍ إِلاَّ للْمُؤْمِن: إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْراً لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خيْراً لَهُ. (رواه مسلم)
ژباړه: د مسلمان حالت د تعجب دئ، د هغه ټول ژوند خیر دئ، او دا فضیلت یوازي مسلمان ته ورکول سوی، که خوښي يې په نصیب سي شکر پرې وباسي او دا يې په خیر ده او که په مصیبت اخته سي صبر پرې کوي او دا يې هم په خیر ده