میزان 16, 1402 17:00 Asia/Kabul
  •  د امام ابوحنیفة کیسه

استاد حامد افغان

د امام ابو حنیفة رحمه الله عادت و چې د خپل یوه شاګرد د کور سیوري ته به ناست و، یو وخت همدې شاګرد څه قرض ورنه واخیست، بله ورځ چې امام ورغی له کوره ازاد کېناست ، شاګرد یې پوښتنه ورنه وکړه چې ولې له کوره ازاد کېنستلې؟ ابو حنیفة ورته وویل: وېرېږم اوس ستا د کور سیوري ته ناسته په سود کې رانه شي!

شاګرد یې ورته وویل: زما د کور سیوري ته خو ته پخوا هم کېنستلې؟! امام رحمه الله ورته وویل: پخوا به چې زه کېنستلم؛ هغه به زما سره ستا احسان او ښېګڼه وه او اوس زه په داسې حال کې کېنم چې ما د قرض درکولو ښېګڼه درسره کړې ده.* قصص من التاريخ الإسلامي لأبي الحسن الندوي

دلته به هغه حدیث ته اشاره مراد یي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: په هر ډول قرض ګټه اخیستل؛ سود ده. (کل قرض جر نفعا فهو ربا).