ام المؤمنين حضرت زينب رضي الله عنها
میزان 10, 1402 13:18 Asia/Kabul
حضرت زينب رضي الله عنها لومړى دعبدالله بن جحش رضى الله عنه په نكاح كي وه كله چې حضرت عبداللهرضى الله عنه د احد په غزاكې شهيدشو نو رسول الله صلى اله عليه وسلم په نكاح كړه ,خو دوه درې مياشتې وروسته وفات شوه .
دجنازې لمونځ يې رسول الله صلى الله عليه وسلم اداكړ , اوپه جنت البقيع كې خاورو ته وسپارله شوه , دوفات په مهال ديرش كلنه وه .حضرت زينب رضي الله عنها دوهمه ميرمنه وه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم په ژوند وفات شوه ,څنګه چې به حضرت زينب رضي الله عنها مسكينانو او بې وزلو ته ډوډۍ وركوله او نوره مرسته به يې ورسره كوله ځكه نود ام المساكين په نامه هم ياديدله . رضي الله عنها وعنهن .