سنبله 30, 1402 16:11 Asia/Kabul
  • مــــیلاد نبي (ص) .. !

د حضرت محمد (ص) نیکمرغه میلاد دی ټولو مسلمانانو ته مبارک وی.

د اسلام د عظیم الشان پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ له ظلم او وحشت څخه د بشریت د خلاصون د پیل ورځ ده.

رحمن بابا پدې هکله داسې وایی:

که صورت د محمد نه وای پیدا

پیدا کړې به خدای نه وای دا دنیا

کل جهان د محمد په نوم پیدا شو

محمد دی د تمام جهان پېشوا

د پينځه سوه اویایم میلادي کال د عام الفیل د ربیع الاول اولسمه نیټه، یوماشوم نړۍ ته سترګې و غړولې .څلویښت کاله وروسته د الله (ج) دلوری دظلم او وحشت څخه د انسانی ټولنی د خلاصون په خاطر پر هغه انسان د پیغمبر په حیث وحی راغلی .حضرت محمد (ص) د الله (ج) په امرانسانان دواحد خدای پیروۍ اود ژغورنې او نیکمرغۍ لور ته رهبری کړل.حضرت محمد مصطفی له ناپوهۍ، ظلم او بې عدالتۍ څخه د انسانی ټولنی د خلاصون په خاطر د الله (ج) کلام قران عظیم الشان وړاندی کړی چې د دغه نوراني کلام په رڼا کې انسانانو ته تر ټولو لوړ او بشپړ دین یعنی داسلام مقدس دین وړاندې شو.کومو بختورو انسانانوچه دالله (ج) پر وحدانیت او دحضرت محمد(ص) پر پیغمبرۍ امان راوړی اوداسلام په مقدس دین مشرف شول هغوی د مسلمان په ویاړمن نوم مفتخرشول.د حضرت محمد (ص) او دده دملګرود بی مثاله قربانیو په برکت نن داسلام دمقدس دین لمر دمځکی دکری پر هر ګوټ ځلیږی اودبشریت د دنیا او اخیرت د نجات یوازنۍ لاره همدا داسلام د مقدس دین پیروی بلل کیږی...هر هغه څوک او هره هغه ډله چی داسلام د مقدس دین نقاب پر مخ اچوی او ددی مقدس نقاب څخه ناوړه استفاده کوی او خپل داسلام ضد کرغیړن اعمال د اسلام دمقدس دین تر مبارک نقاب لاندی پټوی هغوی به حتماً الله(ج) وشرموی هغوی به په ټولنه او نړۍ کی رسوا کړی ځکه چی الله (ج) د خپل دین ساتونکی دی.