د قرانکریم په اړه ارزښتناکه معلومات
که خپل دیني معلومات ډېرول غواړئ او یا مو اولادونو ته د قرانکریم په اړه ارزښتناکه معلومات وریادول غواړئ نو لاندې پوښتنې او ځوابونه په ځیرتیا سره ولولئ او زده یې کړئ!
د قرانکریم په اړه ارزښتناکه معلومات
۱. قرانکریم په څومره وخت کې په خوږ پیغمبر نازل شوی دی؟
ځواب: قرانکریم ټول په ۲۳ کلونو کې په خوږ پیغمبر ص نازل شوی دی.
۲. په قرانکریم کې څور رکوع ګانې دي؟
ځواب: په قرانکریم کې ۵۴۰ رکوع ګانې دي.
۳. په قرانکریم کې څو آیتونه دي؟
ځواب: په قرانکریم کې ټول ۶۶۶۶ آیتونه دي.
۴. په قرانکریم کې څو منزلونه دي؟
ځواب: په قرانکریم کې ۷ منزلونه دي.
۵. په قرانکریم کې ټول څو سورتونه دي؟
ځواب: په قرانکریم کې ټول ۱۱۴ سورتونه دي.
۶. په قرانکریم کې د مکي او مدني سورتونو شمېر څو دی؟
ځواپ: مکي سورتونه په کې ۸۶ دي او مدني سورتونه په کې ۲۸ دي.
۷. کوم سورت ته د قرانکریم زړه ویل شوی دی؟
ځواب: سورت یاسین ته د قرانکریم زړه ویل شوی دی.
۸. د قرانکریم لومړنی حافظ څوک و؟
ځواب: د قرانکریم لومړنی حافظ حضرت محمد مصطفی ص و.
۹. قرانکریم ته کتابي شکل چا ورکړی دی؟
ځواب: قرانکریم ته کتابي شکل حضرت عثمان رض ورکړی دی.
۱۰. په قرانکریم کې تر ټول کوچنی سورت کوم دی؟
ځواب: په قرانکریم کې تر ټول کوچنی سورت د الکوثر سورت دی.
۱۱. په قرانکریم کې تر ټول لوی سورت کوم دی؟
ځواب: سورت البقره د قرانکریم تر ټول لوی سورت دی.
ترتیب: عصمت الله میاخېل