نورو ته دعا وکړئ او له نورو دعا واخلئ
دعا کول له الله ج څخه د یو څه غوښتل دي، هغه که د خپل ځان له پاره وي او که د بل انسان له پاره وي خو دا هر څه له الله ج څخه غوښتل کيږي ځکه انسان بل انسان ته څه نه شي ورکولی مګر یو الله یې ورکړي.
دعا کول خپلې ځانګړې لارې چارې لري. د دین عالمان وايي چې کله «الحمد لله رب العالمین...» ووايې او بیا ترې وروسته « الهم صل علی محمد ...» یعنې درود شریف ووايې بیا په عاجزئ الله ج ته د دعا لاسونه لپه کړې او په پوره حضور ترې يو څه وغواړې. تر دعا وروسته بیا درود شریف ووايې نو الله ج به خامخا ستا دعا قبلوي.
په دعاوو کې بخيلي نه ده په کار او هغه څه چې د ځان له پاره يې غواړئ بل مسلمان ورور ته يې خامخا وغواړئ ځکه د الله ج خزانې پرېمانه دي او په دعا کوونکي هيڅ هم نه کميږي مګر پرې زیاتيږي هم.
حضرت رسول الله ص فرمايي درې دعاګانې خامخا قبليږي او په قبلېدو کې یې شک نشته:
لومړی: د پلار دعا خامخا قبلیږي.
دوه یم: د مسافر دعا خامخا قبلیږي.
درېيم: د مظلوم دعا خامخا قبلیږي.
د دین عالمان دا هم وايي چې د درې کسانو دعا قبلیږي:
لومړی: د روژتي دعا یعنې هغه چا چې روژه یې په سمه توګه نیولې وي.
دوه یم: د عادل پاچا
درېیم: د مظلوم دعا