سنبله 15, 1402 15:56 Asia/Kabul
  • د سلام اخیستل واجب کار دی نو یو پر بل سلام واچوئ!

جنتیان به یو بل ته سلامونه اچوي ځکه سلام مبارک کار دی. رسول الله ص فرمایي کشران دې مشرانو ته سلام وکړي.

زموږ خوږ نبي کریم حضرت محمد مصطفی ص فرمايلي دي چې کشران دې مشرانو ته سلام وکړي، روان کسان دې ناستو کسانو ته سلام وکړي او لږ کسان دې پر ډېر کسانو سلام واچوي.

زموږ په ټولنه کې ډېری کسان داسې خوی لري چې یو څوک سلام پرې واچوي نو دی به ورته نور کلمات او جوړ په خیر وايي. دا ناسم کار دی ځکه د «السلام علیکم ...» ځواب «وعلیکم السلام...» دی.

تر ټولو غوره خبره دا ده چې سلام کول سنت او اخيستل یې واجب دي نو باید د سلام ځواب خامخا ورکړل شي. سلام کول د خلکو تر منځ مینه او محبت ډېروي نو یو بل ته سلام او د مینې خبرې وکړئ.

د سلام کولو پر مهال هيڅکله نیمګړي کلمات مه کاروئ! لکه: سام علیکم، سلام الیکم او نور.

د سلام بشپړ کلمات:

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته

د سلام ځواب:

وعلیکم السلام ورحمه وبرکاته

سلام کول د دنیا او اخرت دواړو ګټې لري نو کله هم چې یو له بل سره مخ کېږئ خامخا په یو بل سلام واچوئ!