سنبله 13, 1402 17:21 Asia/Kabul
  • د الله ج له خوا له خپل بنده سره څلور ژمنې

الله انسان د خپل عبادت له پاره پیدا کړی دی او د نېکو اعمالو پر وړاندې بنده ته الله ج لوړې درجې ورکوي.

الله ج له خپلو بندګانو سره څلور ژمنې کوي:

لومړۍ ژمنه: له ما څخه يې وغواړه زه به یې درکړم.

الله ج زموږ رب او څښتن دی او ټولې خزانې يې په واک کې دي نو که له الله ج هر څه وغواړو، خامخا یې راکوي.

دوه یمه ژمنه: ما یاد کړئ زه به مو ياد کړم.

د الله ج یاد په لمانځه، تلاوت نېکیو او ټولو حسنه اعمالو کيږي نو کله چې لوی څښتن تعال خوشحال شي حتما مو خوشحاله کوي او تاسې یادوي.

درېيمه ژمنه: که شکر مو وکړ نو نعمتونه به درته ډېر کړم.

په هيڅ حال کې د الله ج په نعمتونو ناشکري نه ده په کار او هغه څه چې الله ج درکړي دي، شکر پرې کول په کار دي ځکه الله ج ناشکره او کبرجن خلک نه خوښوي.

څلورمه ژمنه: الله ج د عذاب ورکوونکی نه دی په داسې حال کې چې بندګان يې استغفرالله ووايي.

په ژبه د الله ج ذکر کول او د استغفار ویل لوی اجر او ثواب لري نو که له الله ج بخښنه وغواړئ او الله ج مو بخښي او له سختو کړاوونو او عذابونو هم خلاصی مومئ.

دعا کې مو یاد ساتئ!