تر دې وروسته به د نیویارک په جوماتونو کې اذان په لوډ سپیکر کې کيږي
سنبله 08, 1402 18:20 Asia/Kabul
د رسنیو د راپورونو له مخې داسې ویل شوي دي چې د نیویارک جوماتونو ته اجازه ورکړل شوې چې په لوډ سپیکرونو کې د جمعې د لمانځه اذان وکړي.
د نیویارک ښاروال ایریک ادم په یوه خبري کنفرانس کې د اذان ورکولو اجازه اعلان کړه.
د روژې په مبارکه میاشت کې به هم د ماښام اذان په لوډسپيکر کې کيږي.
په نیویارک کې د ښاروال په مطبوعاتي کنفرانس کې د مسلمانانو مشرتابه هم حضور درلود، د پولیسو کمېشنر هم د بشپړې همکارۍ اعلان وکړ، د دې پرېکړې ته د اسلامي ټولنې لخوا تود هرکلی شوی.