د علم عقيدې اهميت او فضيلت
علم عقيده د ټولو شرعي علومو سردار او اشرف علم دی ، شرف يې معلوم دی چې دا علم په خالق تبارک و تعالی پورې اړه لري او بل ځکه اشرف د علمومو دی چې د عقيدې او ايمان پرته هيڅ عمل د قبول وړ نه دی
دا هغه علم دی چې پر هر مکلف باندې لومړی او آخر واجب دی ، لومړی دا چې کله اسلام ته داخليږي نو هغه به په توحيد د الله سبحانه وتعالی او رسالت ايمان راوړي [لا إله إلا الله، محمد رسول الله] او چې کله وفات کيږي د همدې کلمې تلقين به ورکول کيږي لکه چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «لقنوا موتاكم لا إله إلا الله» (رواه المسلم ) .
يعنې : (د ځانکندن پر مهال ) خپلو مړو ته د لا اله الا الله تلقين ورکوئ .
جناب نبی اکرم صلی الله عليه وسلم مونږ ته دا زېری راکړئ چې چا د دغه کلمې د شرائطو موافق ژوند تير کړ او آخري کلمه يې همدا وه نو هغه به جنت ته داخل شي .
«من كان آخر كلامه من الدنيا لا إله إلا الله دخل الجنة» (رواه احمد و ابوداود) .
يعنې : د چا چې له دنيا نه (د رخصت پر مهال ) آخري خبره لا اله الا الله وي داخل به شي جنت ته .
وروڼو او خويندو ! دا هغه علم دی چې ټولو پيغمبرانو عليهم السلام د هغه طرف ته بلنه کړې او خلک يې د الله سبحانه وتعالی توحيد او وحدانيت ته بللي دي او د طاغوت له پيروی څخه يې منع کړي دي ، لقوله سبحانه وتعالی :
[وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ] (الأنبياء: ۲۵).
ژباړه: او له تا نه وړاندې چې مونږ هر پيغمبر ليږلی دی ، نو هغه ته مو همدا وحی کړې ده چې :پرته له ما بل معبود نشته نو يوازې زما عبادت وکړئ .
الله عز وجل فرمايي : [وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولًا أَنِ اُعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ] (النحل: ۳۶) .
ژباړه : او يقيناً مونږ په هر امت کې د ( همدې خبرې ) لپاره استاذی ليږلی دی چې : د يو الله عبادت وکړئ او له طاغوت نه ځان وژغورئ .
جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم په مکه مکرمه کې ديارلس کاله خلک د توحيد عقيده ته بللي دي او د شرک او طاغوت له پيروی څخه يې منع کړی دي .
دا چې عقيده د ټولو شرعي علومو بنسټ دی ځکه د صحي عقېدې پرته هيڅ عمل د قبول وړ نه دی ، نو مسلمان ته په کار ده چې د عقېدې ضروري احکام په پوره دقت سره زده او په هغه باندې عمل وکړي .
الله سبحانه وتعالی ته دا سوال کوم چې ما او زما ټول مسلمانان وروڼه او خويندې په خپل فضل او کرم د اسلام په دين باندې ثابت وګرځوي .
د علم عقيدې تعريف :
عقېده په لغت کې اعتقاد او باور ته وايي او په اصطلاح کې په ټولو مؤمن به شيانو باندې د زړه په تصديق سره پرته له شک څخه او د ژبې په اقرار کولو سره ايمان ته عقيده وايي .
علم عقيده د توحيد ،اسلام او ايمان له ارکانو او د دغو ارکانو له ماتوونکو څخه بحث کوي .