سنبله 01, 1402 17:28 Asia/Kabul
  • فرض او واجب څه ته وايي او توپیر یې څه دی؟

فرض لمونځ په اعتقادي او عملي دواړه لحاظه اړین عمل دی او ترې انکار کول انسان د اسلام له دایرې وباسي.

فرض لمونځ او اعمال هغه دي چې هم به پرې په اعتقادي لحاظ باور لرو او هم به یې پرته له کوم ځنډه په خپل وخت ادا کوو. واجب لمونځ هم همدا ډول دی چې په ترسره کولو يې علماوو ډېر ټینګار کړی دی.

مولانا بصیر احمد الحنفي وايي چې:

۱: فرض: هغه څه ته ویل کیږي چې په قطعي او یقینی دلیل سره ثابت وي او د هغه استدلال هم قطعي وي لکه د قرآن کریم یو صریح آیت یا متواتر حدیثده فرض حکم،چې له فرض څخه انکار کوي هغه کافر کیږي

2: واجب،ظنی استدلال په واسطه ثابت سوي عمل ته ویل کیږي، یعني د یوې داسې سرچینې څخه ثابت وي چې قطعې نه وي، يا ده قطعې سخه ثابته خوي مګر په هغه کې له یو څخه ده ډیرو معناګانو ځای شتون ولري،ده واجب حکم،ده واجبو پر منکر باندې ده کافر حکم نه لګيږي مګر هغه فاسق بلل کیږي چې پرته له عذره څخه واجب پريږدي.

د فرض او واجبو تر منځ په عمل کې هيڅ کوم توپیر نشته او د دواړو ترسره کول اړین کار دی، تر دې چې په ځينو فقهي کتابونو کې د فقهې د عالمانو له خوا فرضو ته د واجبو او واجبو ته د فرضو نوم ورکړل شوی دی.

نو :

د فرضو او واجبو ترسره کول باید پر ځان لازمي وګڼو او په ترسره کولو کې يې پرته له ځنډ او خنډه بیړه وکړو.