په کومو کارونو سره لمونځ مکروه کيږي؟
دلته به تاسې ته د هغو کارونو په اړه معلومات درکړو چې په هغې سره لمونځ مکروه کيږي.
هغه کارونه چې په هغې سره لمونځ مکروه کيږي په لاندې ډول دي:
لومړی: په لمانځه کې پرته له عذره پلتۍ مه وهۍ.
دوه یم: په لمانځه کې آیاتونه په لاس یا ګوتو مه شمېرئ!
درېيم: کله چې سجدې ته ځئ نو خپلې څنګلې مه خوروئ! ځکه څنګلې خورول لمونځ مکروه کوي.
څلورم: په لمانځه کې په سترګو ښي او چپې خوا ته مه ګورئ چې دا کار هم د لمانځه د مکروه کېدو لامل ګرځي،
پنځم: په لمانځه کې پرته له عذره سترګې مه پټوئ ځکه په دې کار سره هم لمونځ مکروه کيږي.
شپږم: کله چې تکلیف او ستونزه نه وي او لمونځ کوونکی د سجدې له ځایه ګيټۍ لرې کوي.
اووم: په لمانځه کې ستړیا مه باسئ ځکه دا هم یو مکروه کوونکی کار دی.
اتم: په لمانځه کې خوله وازی مه کوئ یعنې خوله په کې مه وازوئ!
نهم: په جامه لوبې کول هم لمونځ مکروه کوي.
لمونځ بدني عبادت دی نو باید کوښښ وکړو چې په سمه توګه یې ادا کړو ځکه که لمونځ مو په سمه توګه ادا نه کړ نو د علماوو په وینا دا د دې لامل ګرځي چې په خپله دغه لمونځ په دغه لمونځ کوونکي لعنت وايي او وايي به چې خدای دې داسې ضایع کړه لکه زه چې دې ضایع کړم.