په لمانځه کې سنت عملونه کوم دي؟
عالمان وايي، که څوک په لمانځه کې سنت لمونځ نه کوي نو دا د پيغمبر ص سره جفا ده او که کوم عذر لري نو هغه بیا له دې جلا مسله ده. په لمانځه کې ځينې داسې سنت کارونه دي چې ترسره کول یې باید په یاد ولرو.
په لمانځه کې ۱۴ سنت عملونه دي:
لومړی: کله چې تکبیر تحریمه ویل کيږي نو له دغه تکبیر سره دواړه لاسونه باید تر غوږونو پورې پورته شي.
دوه یم: په نامه به ښي لاس په چپ لاس د پاسه ږدې!
درېيم: د «سبحانک اللهم و بحمدک ...» ویل.
څلورم: د « اعوذ بالله من الشیطن الرجیم» ویل.
پنځم: د « بسم الله الرحمن الرحیم » ویل.
شپږم: تر الحمد لله ... ولاالضالین وروسته د «آمین» ویل.
اووم: په رکوع کې د سمع الله لمن حمده ویل
اتم: ربنا لک الحمد ویل هم سنت دي.
نهم: په رکوع کې د تسبیحاتو ویل
لسم: په سجده کې د تسبېحاتو ویل( سبحان ربی الاعلی)
یوولسم: کله چې لومړۍ قاعدې ته کښېنې نو په لومړۍ قاعده کې د تشهد ویل سنت عمل دی.
دولسم: په وروستیو رکعتونو کې د الحمد لله ویل هم سنت عمل دی.
دیارلسم: د پیل له تکبیر ویلو څخه پرته نور تکبیرونه ویل هم سنت کار دی.
څوارلسم: د لمانځه له وروستي رکعت وروسته د سلام ګرځول هم د سنت عملونو له ډلې ګڼل کیږي.
یادونه: هر څوک چې لمونځ کوي نو له ځانه سره دې دا فکر وکړي چې دا مې وروستی لمونځ دی او کېدای شي نور د ژوند چانس ونه لرم نو په سمه توګه دې لمونځ وکړي او الله ته دې وژاړي او په ژړا کې دې له الله ج بخښنه وغواړي.
«دعاوو کې مو یاد ساتئ»