اسد 28, 1402 17:30 Asia/Kabul
  • په لمانځه کې رکنونه کوم دي؟

په لمانځه کې د فرضو په پرېښودلو سره لمونځ نه صحیح کيږي او ددې تر څنګ ځينې رکنونه دي چې باید په پام کې ونیول شي.

کوم رکنونه چې په لاندې ډول بیان شوي باید په لمانځه کې ترسره شي. که دغه رکنونه پام کې ونه نیول شي نو لمونځ نه صحیح کيږي.

په لمانځه کې شپږ رکنونه دي چې باید پاملرنه ورته وشي:

لومړی: لومړی تکبیر ویل په لمانځه کې یو رکن دی.

دوه یم: لمونځ ته ودرېدل د لمانځه دوه یم رکن دی. له عذر پرته به ټول لمونځونه په ولاړه او قیام سره کوو.

درېيم: په لمانځه کې د قرات کول د لمانځه له رکنونو څخه یو رکن دی.

څلورم: په لمانځه کې رکوع کول د لمانځه له رکنونو څخه ګڼل کيږي.

پنځم: سجده هم د لمانځه له رکنونو څخه ده.

شپږم: په لمانځه کې وروستۍ قاعده او ناسته د لمانځه له رکنونو څخه ګڼل کيږي.