اسد 28, 1402 17:12 Asia/Kabul
  • په لمانځه کې شرطونه څو او کوم دي؟

هر کار کول ځينې شرطونه لري چې په بشپرولو سره يې هغه کار په اصولو برابر پای ته رسيږي. لمونځ هم ځانته شرطونه لري چې تر لمانځه مخکې او د لمانځه په جریان کې باید پاملرنه ورته وشي.

لمونځ د الله ج له خوا په انسانانو فرض شوی بدني عبادت دی چې په سمه توګه يې ادا کول له اجرونو ډک کار دی او په ناسمه توګه یې ادا کول د الله ج د قهر او عذاب سبب ګرځېدای شي.

د لمانځه شرطونه:

لومړی: تر لمانځه مخکې باید اودس وکړل شي او که اوبه نه وي نو تیم کول هم د عذر په صورت کې جایز کار دی.

دوه یم: د لمانځه له پاره د کالیو پاکوالی بل شرط دی. که کالي پاک نه وي نو په ناولو کالیو کې لمونځ کول سم نه دي.

درېيم: تر پاکو کالیو وروسته د لمانځه د ځای پاکوالی بل شرط دی نو د لمانځه ځای باید پاک وي.

څلورم: د لمانځه له پاره څلورم شرط د بدن او ځان پاکوالی دی. که بدن ناولی او یا په غسل کې وي نو لمونځ کول ورته نه دي په کار. لمونځ باک عمل دی نو په پاک صورت الله ج ته درېدل په کار دي.

پنځم: د لمانځه پر مهال باید خامخا د انسان عورت پټ وي. د سړي عورت له نامه لاندې تر زنګنونو پورې دی او د ښځې ټول وجود عورت او ستر دی. ښځې کولای شي مخ او لاسونه تر مړوندونو پورې او پښې تر ښنګرو پورې لوڅې کړي.

شپږم: د لمانځه پر مهال باید مخ د قبلې خواته وي.

اووم: د لمانځه نیت به کوې ځکه که د لمانځه نیت د انسان حضور سموي.

اتم: د لمانځه د وخت پېژندل هم د لمانځه له پاره شرط  دی او هر لمونځ باید په خپل ټاکل شوي وخت کې وکړل شي.

«دعا کې مو یاد ساتئ»