اسد 23, 1402 17:22 Asia/Kabul
  • خپل کوچنیان په دیني ګاڼه سمبال کړئ!

کوچنیان د سبا ورځې لویان دي نو د اوس مشران باید خپل مسوولیت ترسره کړي او کوچنیانو ته ځينې دیني لارښوونې ورزده کړي.د افغانستان ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده نو د کورنیو مشرانو ته بایده دي چې خپل کوچنیان ځينو دیني لارښوونو ته لا له هماغه لومړي وخته ځير کړي تر څو ښه یې ياد کړي.

کوچنیان باید په خپل سر ژوند کولو ته پرې نه ښودل شي بلکې د هغوي څارنه هم د کورنۍ د مشرانو پازه ده. کوچنی مسجد ته لېواله کړي او لمونځ ورزده کړي.

د کوچنیانو ذهن ښه وي نو د سندرو پر ځای دې کوچنیانو ته ځينې لاندې پوښتنې او ځوابونه وریاد کړي:

چا پیدا کړی یې؟ الله ج پیدا کړی یم.

روزي څوک درکوي؟ الله پاک روزي راکوي.

لمونځ کول څه حکم لري؟ لمونځ کول په نارینه او ښځينه دواړو د فرضو حکم لري.

د ورځې څو وخته لمونځ فرض دی؟ د ورځې پنځه وخته لمونځ فرض دی.

په لمانځه کې څو ډول رکعتونه شته دي؟ په لمانځه کې د فرض، سنت او وتر واجبو رکعتونه شته او د نفل لمونځ هم د ثواب او ښېګڼې لامل ګرځي.

اسماني کتابونه څو دي؟ اسماني کتابونه څلور دي: تورات، زبور، انجیل او قران کریم.

زموږ د خوږ پیغمبر نوم څه و؟ زموږ د خوږ پیغمبر نوم حضرت محمد مصطفی ص و.

قران کریم پر چا نازل شوی و؟ قران کريم پر حضرت محمد مصطفی ص نازل شوی و.

زموږ دین څه نوميږي؟ زموږ دین اسلام نومیږي.

اسلام څو بناوې لري؟ اسلام پنځه بناوې لري: کلمه طیبه، لمونځ، روژه، حج ، زکات.

په قران کریم کې څه راغلي دی؟ په قران کریم کې د انسان د خیر او ښېګڼې له پاره ځانګړي اصول دي چې د هغې په پلې کولو سره الله ج له انسان څخه خوشحاليږي.

دا او دې ته ورته په لسګونو او سلګونو نورې پوښتې خامخا خپلو کوچنیانو ته ور زده کړئ!