په اوسنۍ ټولنه کې د لور او خور میراث ته په کومه سترګه کتل کيږي؟
ډېر خلک د لور او خور میراث ته د حق په سترګه نه ګوري خو دا باید هېر نه کړي چې له دغه امر څخه سرغړونه د الله ج له امر او د رسول الله ص له لارښوونو سرغړونه ده.
په اوسنۍ ټولنه کې د لور او خور ميراث ځينې لا بيخي مني نه او شرم يې ګڼي. په زوی او د زوی په خوښيو بې شمېره پیسې لګوي خو د لور د خوښيو پیسې بیا له خسرګنۍ څخه غواړي او داسې وي لکه یو څاروی چې خرڅوي.
دغه ډله خلک باید دا ومني چې د لور او خور میراث د الله ج له اوامرو څخه یو امر دی او باید له ټاکل شوي نصاب سره سم ورته خپل حق ورکول شي. که څوک له دې امر څخه سرغړونه کوي او یا یې نه مني نو په دې معنا ده چې د الله ج له امر څخه سرغړونه کوي او څوک چې د الله ج له امر څخه سرغړونه کوي نو د هغه دنیوي او اخروي پایلې ښې نه وي.
ظلم یوازې له نورو خلکو څخه د مال خوړلو ته نه وایي بلکې له خور او لور څخه د مال خوړل په خپله یو ډول ظلم دی. څنګه چې پلار یا د مال څښتن وصیت کړی وي هماغسې باید خور او لور ته د میراث برخه ورکړل شي. وراث یا هغه کسان چې د میراث برخه اخلي او یا يې په خپل منځ کې سره ویشي، باید د میراث په وېش کې له عدالت څخه کار واخلي. داسې نه وي چې د مال په وېش کې ظلم او بې عدالتي ورڅخه وشي.
په میراث کې څو ټکي په پام کې نیول په کار دي:
۱: که پلار حج ته روان وي او مړ شی نو د میراث له وېش مخکي باید د حج پیسې ترې جلا شي.
۲: د میراث څخه که یو څوک محروم وي او بل پرې مزې کوي دا حرام دي.
۳: که چا د لمسیو په اړه وصیت کړی وي هغوی ته دې هم ورکړل شي.
۴: د مال په وېش کې باید وراث(میراث اخیستونکي) راضي وي.