سجده د انسان وجود ته کومې طبي ګټې رسوي؟
په پنځه وخته لمونځونو کې دوه شپېته سجدې کېږي. که نفل ورسره وشي، نو هم په ثواب او هم په روغتیا کې زیاتوالی راځي، الله جل جلاله په هر اسلامي رکن کې د انسان لپاره دنیاوي ګټې هم ایښې دي ، که موږ څېړنه وکړو، په هر رکن کې همداسې له آخروي ګټو سره دنیایي ګټې هم شته.
سجده کول لاندې ګټې لري:
۱ـ دماغونو ته ډېره وینه ورځي، چې له همدې سره دماغي حجرې تغذیه کيږي او ذهني قوه هم ورسره ډېريږي.
۲ـ د انسان سترګو ته وینه په چټکتیا ځان رسوي، چې له دې سره دسترګو ځير قوي کېږي.
۳ـ د سترګو تر څنګ وینه غوږونو ته هم په چټکتیا ځان رسوي، چې په اورېدلو کې چټکتیا راځي.
۴ـ په بدن کې پوزې ته هم وینه په چټکتیا ځان رسوي چې د زکام، د پزې د بندښت او… مخنیوی کوي او د بوی کولو حس هم ورسره غښتلی کېږي.
۵ـ سږو ته هم د وینې جریان چټکیږي او په دې سره د سینې د ناروغیو مخنیوی هم کېږي.
۶ـ زړه وینه ښه پمپ کوي، چې د وینې جریان ډېر او په زړه باندې فشار هم کمېږی.
۷ـ د موبایل، راډیو، ټلوېزون،کمپیوتر او نورې برېښنایي څپې، چې په دماغ او بدن بده اغېزه کوي، په سجده کې سر د ځمکې په تماس سره د ځمکې د قطبي سیر له مخې دغه مضرې څپې لېرې کیږي، د نورو نارغیو ترڅنګ د دماغي سرطان مخنیوی کوي.
۸- سجده کول د انسان زړه ته ارام وربخښي.
۹- سجده کول د انسان د مخ نور او د خلکو په منځ کې یې د درناوي د ډېرېدا لامل کيږي.
۱۰- د شپې سجده الله ج ته ډېره خوښه ده نو کوښښ کول په کار دي چې د شپې د تهجدو لمونځ خپل عادت وګرځوو.