د ورځې په اوږدو کې کوم ذکر وکړو او کوم سورتونه تلاوت کړو؟
په ورځ کې پنځه وخته لمونځ فرض دی او موږ کولای شو چې هره دعا، ذکر او د قران کریم هر سورت تلاوت کړو خو عالمانو ځينې مجربې نسخې بیان کړي چې په لاندې ډول يې لوستلی شئ!
۱. د سهار تر لمانځو وروسته د لمر ترا راختو پورې ذکر کول غوره اجر او ثواب لري. د سهار تر فرض لمونځ وروسته ۳۳ ځلې سبحان الله، ۳۳ الحمد لله او ۳۴ ځلې الله اکبر ویل غوره اجر لري. په دغه وخت کې اذکار او دعاوې ګټه لري. کوښښ وکړئ چې د ټولې ورځې له پاره ځانته شرعي مهالوېش جوړ کړئ. دارنګه د سهار په لمانځه پسې د سورت یس تلاوت غوره اجر لري. چا چې د سورت یس تلاوت د ورځې په پيل کې کړی نو ورځ یې په امن او ارامۍ کې تېره شوې.
۲. د ماسپښين د فرضو لمانځه څخه وروسته هم ۳۳ ځلې سبحان الله، ۳۳ الحمد لله او ۳۴ ځلې الله اکبر ویل غوره اجر لري. د جمعې لمونځ هم د ماسپښين له لمانځه سره یو ځای کيږي او که څوک د جمعې په ورځ درې اتیا ځلې الهم صل، سورت کهف ووايي نو د دې اجر د دنیا او آخرت د خیر وسیله ده.
۳: د مازدیګر تر لمانځه وروسته هم ۳۳ ځلې سبحان الله، ۳۳ الحمد لله او ۳۴ ځلې الله اکبر ویل غوره اجر لري. په دغه وخت کې استغفرالله ویل غوره کار دی. دا د ورځې پای او د شپې پیل دی نو داسې اعمال الله ج ته لېږل په کار دي چې الله ج پرې خوشحاله کيږي.
۴. د ماښام لمانځه وروسته هم ۳۳ ځلې سبحان الله، ۳۳ الحمد لله او ۳۴ ځلې الله اکبر ویل غوره اجر لري. د ماښام تر لمانځه وروسته د سورت واقعې تلاوت ډېر اجر او ثواب لري. عالمان وايي څوک چې د ماښام تر لمانځه وروسته د سورت واقعې تلاوت وکړي نو هيڅکله به په مادي بڼه اړمن او محتاجه نه شي. دغه سورت ته د رزق ذمه وار هم ویل کیږي.
۵. د ماسخوتن تر لمانځه وروسته هم ۳۳ ځلې سبحان الله، ۳۳ الحمد لله او ۳۴ ځلې الله اکبر ویل غوره اجر لري. د ماسخوتن تر لمانځه وروسته استغفار ویل او د ورځې په کړیو اعمالو یو نظر اچول او الله ج ته ژړل ستر اجر لري تر دې چې د الله ج د خوشحالۍ او رضا سبب ګرځي.